د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف وايي د پوځي افسرانو دې احتساب وشي


تحریک انصاف وايي د پوځي افسرانو دې احتساب وشي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:52 0:00

پاکستان تحریک انصاف د ډېسېمبر پر اوومه په پېښور کې د ګوند د زنداني مشر د خوشې کولو لپاره د جلسې پر مهال د یو قرارداد په منظورولو د پاکستاني پوځ له ویانده غوښتنه کړې چې د عمران خان په اړه دې په خپلو څرګندونو معافي وغواړي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر - ای اېس پي ار - مشر جنرال احمد شریف چودري د ډېسېمبر پر پینځمه په راولپينډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د عمران خان بیانیه د پاکستان "ملي امنیت ته ګواښ" ګرځېدلې ده. هغه تور پورې کړ چې عمران خان هڅه کوي چې ولس د پوځ پرضد راپورته کړي. په پرېکړه ليک کې د جنرال چودري د څرګندونو غندنه وشوه او غوښتنه شوې چې د ذمه وارو افسرانو دې احتساب وشي. د پاکستان پوځ د پي ټي ای د قرارداد په غبرګون کې لا څه نه دې ويلي. د جلسې ویناوالو پوځ په سیاسي چارو کې په لاسوهنه تورن کړ، خو پوځ تل دغسې تورونه رد کړي دي. د پاکستان واکمن او ځینې نورو ګوندونو د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري باندې د پي ټي ای د نیوکو غندنه کړې او د هغه او پوځ ملاتړ یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG