د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ بيا د تری تمو کسانو راپور غوښتی دی


په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د تری تمو کسانو د کورنۍ غړیو د خپلوخپلوانو تصویرونه راوړي. ۱۳ مې ۲۰۱۸
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته د تری تمو کسانو د کورنۍ غړیو د خپلوخپلوانو تصویرونه راوړي. ۱۳ مې ۲۰۱۸

پراګ - د پاکستان سپريم کورټ په دې هېواد کې په زوره د لادرکه کسانو د پلټنې ځانګړي کميسيون ته ويلي چې په دې لړ کې خپل راپور عدالت ته وړاندې کړي.د تری تم کسانو د مقدمې اورېدنې پر مهال کميسيون عدالت ته ويلي چې دا وخت له دوی سره د ۱۸۶۸ تری تم کسانو مقدمې درج شوي چې فيصله يې نه ده شوې. بلخوا د تری تم کسانو خپلوان وايي دوی د کميسيون يا سپريم کورټ پر پلټنو بې باوري شوي دي.

د تری تم شوو کسانو د مقدمې اورېدنه د اکتوبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې د جسټس منظور احمد ملک په مشرۍ د سپريم کورټ دوه کسيزه جرګګۍ وکړه. د لا درکه کسانو د پلټنې ځانګړي کميسيون پر وېبپاڼې ورکړل شوي معلومات ښيي چې دوی ته د روان ۲۰۱۸م کال د اګست مياشتې تر پايه د ۵۳۴۹ تری تم کسانو نومونه ورکړل شوي چې د ۳۵۱۹ مقدمې يې هواري کړي دي. ياد کميسيون عدالت ته وويل چې د روان کال د سپټمبر مياشتې تر پايه له دوی سره د ۱۸۶۸ تری تم کسانو مقدمې ناحل پاتې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې له فاټا او خېبر پښتونخوا تر ۳۰ زره زيات کسان لادرکه کړل شوي دي.

بلخوا په بلوچستان کې د لاردکه کړل شوو کسانو د راخوشي کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان ((وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز)) مرستيال مشر ماما عبدالقدير بلوڅ ادعا کوي، چې يوازې په بلوچستان صوبه کې له ۲۰۰۰م کال څخه تر اوسه ۴۲ زره کسان په زوره تښتول شوي دي چې ۱۰ زره يې د هدفي وژنو ښکار شوي يا خراب شوي مړي يې موندل شوي دي.

''دا کميسونونه ناسم راپورونه ورکوي. موږ نه دا کميسيون منو او د دوی د دروغو راپورونه منو.''

پر دې سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې له فاټا او خېبر پښتونخوا تر ۳۰ زره زيات کسان لادرکه کړل شوي دي. په دې اړه مو د لا درکه کسانو د پلټنې ځانګړي کميسيون له چارواکو سره د خبرو کولو هڅه وکړه خو بريالي نه شو، خو تر دې وړاندې د روان ۲۰۱۸م کال په اپرېل مياشت کې د ياد کميسيون مشر جاوېد اقبال ويلي و چې د دې هېواد د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف په دور [۱۹۹۹-۲۰۰۸] کې ۴۰۰۰ تری تم کسان پر بهرنيانو پلورل شوي ول.

اخوا د پاکستان د بشري حقونو کميسيون د سپريم کورټ د پرېکړې هرکلی کړی دی. د دې کميسيون مرستيال مشر کامران عارف وايي چې سپريم کورټ بايد د لادرکه کسانو د موندولو هڅو ته دوام ورکړي.

''موږ له حکومت او عدالتونو دا تمه لرو چې هغوی د لادرکه کسانو په پيدا کولو کې زياته دلچسپي واخلي او زياته توجه ورکړي. دا مسله له ډېرې مودې راهيسې روانه ده نو دا بايد ختمه شي.''

په پاکستان کې په زوره د خلکو لادرکه کولو او بيا وروسته د هغوی د وژلو تور د دې هېواد پر امنيتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي خو هغوی دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG