د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیې بي بي پرېښودو پر ضد احتجاجونه دوام لري


تحریک لبیک پاکستان له حکومت سره په خبرو کې نتیجې ته د نه رسېدو له کبله د نومبر پر دوهمه نېټه په ټول هېواد کې د کاربندیز اعلان کړی دی.

تحریک لبیک پاکستان د نومبر پر لومړۍ نېټه په یوه بیان کې وویل چې د هېواد له وفاقي او د پنجاب د صوبايي حکومتونو چارواکو او د استخباراتي ادارې ای اېس ای له یوه جنرال سره په مذاکراتو کې هېڅ نتیجې ته نه دي رسېدلي او د پنجاب اسمبلۍ مخې ته ناسته او د هېواد په نورو برخو کې مظاهرې جارې ساتي.

خادم رضوي احتجاجیانو ته وینا کوي
خادم رضوي احتجاجیانو ته وینا کوي

د پاکستان د پنجاب په لویو کې ښارونو کې ځای پر ځای خنډونه درول شوي، لارې تړلې دي او د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د موبایل ټېلېفون شبکې درول شوې دي.

هلته د پوځ ویاند تر مظاهرو پیلېدو وروسته په لومړي ځل بیان ورکړی دی او د نومبر پر دویمه یې د هېواد دولتي ټېلېوېژن ته ویلي چې د اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ فیصله قانوني او اییني ده او له پوځ سره هېڅ تړاو نه لري.

سپریم کورټ د اکتوبر پر ۳۱مه، په خپله فیصله کې وویل چې د اسیې بي بي پر ضد یې د اسلام د پیغمبر سپکاوي ثبوتونه تر لاسه نه کړای شول نو ځکه یې د مرګ سزا لغوه او سمدستي د هغې د خوشې کولو فیصله کوي.

تر دې وروسته مذهبي – سیاسي ډلو په پاکستان کې قهرجنې مظاهرې پیل کړې. وزیراعظم عمران خان خبرداری کړی دی چې که هر چا له ریاست سره د ټکر هڅه وکړه، پر وړاندې به یې له قانون سره سم چلند کوي.

د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور د هېواد دولتي ټېلېوېژن ته وویل، د استخباراتي ادارې ای اېس ای افسر د وزیراعظم له لوري د مذاکراتي ډلې برخه دی.

دی وايي، د پوځ پر ضد بیانونه خپرېږي خو دوی د "تېر په څېر، اوس هم له زغمه کار اخلي."

جنرال غفور وايي د سپریم کورټ له فیصلې سره د پوځ هېڅ تعلق نشته
جنرال غفور وايي د سپریم کورټ له فیصلې سره د پوځ هېڅ تعلق نشته

د غفور په خبره، د تحریک لبیک پاکستان د مشر مولانا خادم حسین رضوي بیان یې لیدلی دی چې پکې هغه پر پوځ نیوکې کړې دي.

ده وویل، د هېواد پوځ له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد په جګړه کې مصروف دی نو ځکه دې له دې څخه د پوځ د توجه اړولو هڅه نه کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی دی چې پوځ دې خپل کار ته پرېښودل شي او هغو اقداماتو ته دې یې څوک نه مجبوروي چې د هېواد ایین او قانون یې ورته اجازه ورکړې.

غفور زیاته کړه چې له مذهبي ډلو سر پر حکومتي کچ خبرې روانې دي او د هر ګام واک له حکومت سره دی.

په عین وخت کې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ تر فیصلې وروسته د مذهبي ډلو مظاهرې غندلې دي.

کمېشن د نومبر د لومړۍ پر ماښام په یوه بیان کې د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ د درې کسیزه جرګګۍ پرېکړې هرکلی کړی دی او پر حکومت یې غږ کړی دی چې د تحریک لبیک ګوند په ګډون ټولو خواو ته دې سپینه کړي چې که په هېواد کې یې د مذهب په نوم د کرکې پارونې هڅه وکړه نو پر ضد به یې له قانون سره سم اقدام کوي.

بیان وايي، د مرګ پر سزا د محکومې اسیې بي بي د بېګناهۍ په اړه د سپریم کورټ فیصله په پاکستان کې د مذهب سپکاوي د سزا قانون عملي کولو ستونزمن حالت ښکاره کوي.

هلته له کوټې څخه مشال راډیو ته رسېدلي رپورټونه وايي چې په ښار کې امنیتي اقدامات شوي دي ځکه چې د تحریک لبیک او جمیعت علمای اسلام په ګډون یو شمېر ډلو د اسیې بي بي د خوشې کولو پرېکړې پر ضد د احتجاجونو او لاریونونو اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG