د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د اسیې بي بي پرېښودنه اییني او اسلامي وبلله


د پاکستان ځېنې اوسېدونکي د وزیراعظم عمران خان وینا ویني
د پاکستان ځېنې اوسېدونکي د وزیراعظم عمران خان وینا ویني

اسلام اباد - د پاکستان وزیراعظم ویلي، د اسیې بي بي په اړه د سپریم کورټ پرېکړه له ایین او قانون سره سمه ده او خبرداری یې ورکړی چې ځېنې ډلې او خلک دې ریاست اقداماتو ته نه اړ کوي.

عمران خان د اکتوبر پر ۳۱مه ولس ته په وینا کې وویل، د هېواد دښمنه عناصر داسې خبرې کوي چې قاضیان دې ووژل شي او په پوځ کې دننه دې بغاوت وشي خو دی ورته وايي چې له ریاست سره دې ډغره نه وهي.

دا څرګندونې نوموړي پر ټولنیزو رسنیو ځېنو ویډیوګانو ته په اشاره کړې دي چې پکې د مذهبي ډلو ځېنې مشران په پوځ کې دننه پر جنرالانو د لوی درستیز قمر جاوېد باجوه پر ضد د بغاوت کولو غږ کوي.

همداراز، د اکتوبر پر ۳۱مه چې د سپریم کورټ مشر قاضي میا ثاقب نثار په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د عیسوۍ ښځې اسیې بي بي د خوشې کولو پرېکړه وکړه نو د مذهبي ډلو پلویانو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او د اعلا عدالت د قاضیانو پر ضد یې نعرې ووهلې.

عمران خان په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې د اسلام پیغمبر د سپکاوي په تور د مرګ پر سزا د محکومې اسیې بي بي د خوشې کولو پرېکړه د هېواد له ایین او له قران و سنت سره سمه ده:

"زه له دې عناصرو غوښتنه کوم چې له ریاست سره ډغره مه وهئ. تاسې ته اپیل کوم چې د دې ملک په خاطر - چې له مشکلاتو د وتلو په حال کې دی او د خدای شکر دی چې راتلونکې به ښه وي – د خپل سیاست بازار مه ګرموئ او د ووټونو لپاره ملک ته تاوان مه رسوئ."

عمران خان خبرداری ورکړ چې که داسې وشي نو ریاست به "خپله ذمه واري پوره کوي او د ولس د ځان و مال ساتنه به کوي."

خان همداراز وویل، داسې نشي کېدای چې د سپریم کورټ پرېکړې به د هر چا په خوښه وي.

ده زیاته کړه چې که سپریم کورټ د ځېنو خلکو د خوښې فیصلې نه کوي نو د دې دا معنا نه ده چې هغوی به بیا پاځي او د مظاهرو له لارې به د ټول هېواد چارې په ټپه دروي.

اسیه بي بي په ۲۰۰۹ز کال کې د اسلام پیغمبر په سپکاوي تورنه شوې وه. د ۲۰۱۰ز کال په نومبر کې د پنجاب د شیخوپورې یوې عدالت ورته په دې تور د مرګ سزا واوروله چې په ۲۰۱۴ز کال کې د لاهور های کورټ هم برقراره وساتله.

نوموړې د دې فیصلې پر ضد سپریم کورټ ته ولاړله او هغه عدالت یې درخواست په ۲۰۱۵ز کال کې منظور کړ.

د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر اتمه د نوموړې په اړه خپله فیصله محفوظه کړه او د اکتوبر پر ۳۱مه یې واوروله چې پکې یې هغه بېګناه بللې او د سمدستي خوشې کولو امر یې کړی.

XS
SM
MD
LG