د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مذهب سپکاوي قانون ته د پاکستان سياسي ګوندونه څنګه ګوري؟


کراچي کې مدني فعالان د مشال خان وژنې ضد احتجاج کوي (اپرېل ۲۰۱۷)
کراچي کې مدني فعالان د مشال خان وژنې ضد احتجاج کوي (اپرېل ۲۰۱۷)

پراګ - په پاکستان کې چې کله سپريم کورټ د اکتوبر پر ۳۱مه پرېکړه وکړه چې د مذهب په سپکاوي تورنه ۴۵ کلنه عيسوۍ مېرمن اسيه بي بي بېګناه ثابته شوې او سمدستي دې خوشي کړل شي نو په هېواد کې بېلا بېل غبرګونونه څرګند شول. تندروه مذهبي ګوندونو په احتجاج لاس پورې کړ خو روڼ اندو د پاکستان سپريم کورټ پرېکړه وستايل.

د مذهب سپکاوي قانون د پاکستان له جوړېدو وړاندې د انګرېز واکمنانو لخوا د برصغير په نيمه وچه کې موجود و او په ۱۹۴۷م کال کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته دا قانون دې هېواد ته په ميراث کې پاتې شو. خو مذهب ته د سپکاوي دا قانون يا Blasphemy Law په ۱۹۸۰مه لسيزه کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال محمد ضياوالحق لخوا د بېلا بېلو دفعو په زياتولو سره معرفي شو او سزا يې په بېلا بېلو مواردو کې له درو کلونو څخه تر عمري بند او مرګ پورې وټاکل شول. خو په پاکستان کې يو شمېر قانون پوهان په دې نظر دي چې دا قانون په ناسمه توګه کارول کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې ايا د تندروه ډلو لخوا تر متشدد احتجاج وروسته به سياسي ګوندونه په دې قانون کې بدلون ته چمتو شي؟

اوس ټول سياسي ګوندونه پوه شوي دي چې په هېواد کې بايد د مذهبي تندروۍ مخ ونيول شي.
غوث محمد خان نيازي

د پاکستان په سېنېټ کې د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند سره اړه لرونکی د قانون او انصاف کمېټۍ غړی غوث محمد خان نيازي وايي چې اوس په هېواد کې سياسي انتشار دی خو چې حالات سم شي نو بيا به غور کوي.

"اوس ټول سياسي ګوندونه پوه شوي دي چې په هېواد کې بايد د مذهبي تندروۍ مخ ونيول شي. حکومتي ګوندونه او اپوزيشن د يو ځای کېدو خوا ته روان دي. نو داسې امکان شته چې څه موده وروسته چې حالات سم شي، نو په قانون جوړونه کې به څه نا څه بدلون ممکن شي."

د واکمن پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر غړي او د دې هېواد د کورنيو چارو رياستي وزير شهريار اپريدي د نومبر پر اوله د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وويل چې په دې هېواد کې به هر جومات، کليسا او درمسال ازاد وي او هر کس د خپل عبادت کولو حق لري.

د هر انسان خپله عقيده وي او څنګه چې غواړي هغسې عبادت کولای شي.
مولا بخش چانډيو

د دې هېواد د يو بل لوی ګوند پاکستان پيپلز پارټۍ سره اړه لرونکی سېنېټر مولا بخش چانډيو وايي چې دوی پر مذهبي عقيده درلودلو سربېره د ترهګرۍ خلاف دي او د قانون برلاسيتوب غواړي.

"د هر انسان خپله عقيده وي او څنګه چې غواړي هغسې عبادت کولای شي. موږ د هيچا د حق خلاف نه يو او نه هم د چا د ازادۍ خلاف يو. خو کومې خبرې چې د يو عام انسان د ايمان برخه دي، پر هغه سودا نه شو کولای. د اسلام د پېغمبر احترام او تقدس زموږ د ايمان لومړۍ برخه ده."

په پاکستان کې ليدل شوي چې د مذهب سپکاوي قانون هغه وخت ناسم وکارول شي کله چې قهرېدلي يا پارېدلي خلک بې له څه ډول پلټنو او پوښتنو مشکوک يا تورن کس عدالت ته تر تګ وړاندې برملا ووژني.

په دې لړ کې تازه بېلګه د خېبر پښتونخوا په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د يوه زده کوونکي مشال خان وژنه ده چې د ۲۰۱۷م کال د اپرېل پر ۱۳مه نېټه بلوه ګرو په وهلو ټکولو وواژه، خو وروسته پلټنو ثابته کړه چې هغه مذهب ته سپکاوی نه و کړی بلکې د يو سازش له مخې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG