د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د وزیرستانيو کډوالو ستنېدلو لړۍ ځنډول شوې


د شمالي وزیرستان چارواکو نن د سېشنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه د غلام خان له لارې د وزیرستاني کډوالو د ستنېدو لړۍ یې له ننه تر ناڅرګندې نېټې پورې ځنډولې ده.

د چارواکیو په وینا د دې کار لامل دا دی چې په تېرو څو ورځو کې د کډوالو ستنېدو د نیشت برابر شوې وه.

د شمالي وزیرستان چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې په لومړیو دوو مرحلو کې تر ۶ زرو پورې کورنۍ له افغانستانه راستنې شوي او لا هم زرګونه نور د پکتیا په برمل، لمن او نورو سیمو کې پراته دي.

د وزیرستان چارواکو د مشال خبریال ته دا هم ویلي چې پاتې کډوال دې د خوست ګلان کیمپ ته ځانونه ورسوي نو بیا به یې د واپسۍ انتظامات ونیول شي.

دوی وايي له غلام خان پرته کومه بله لاره د کډوالو واپسي ممکنه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې کډوالو په وار وار مشال راډیو ته ویلي چې دوی ته دې د ستنېدو لپاره لنډې لارې پرانیستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG