د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپرېدی: افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال هرکله راتلی شي


اپرېدی: افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال هرکله راتلی شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د شمالي وزیرستان پولیټیکل اېجنټ وايي د پوځي عملیاتو له وجې بې کوره شوي زیاتره کډوال شمالي وزیرستان ته ستانه شوي دي، او د افغانستان خوست، پکتیکا او نورو سیمو ته کډه شوو کډوالو د راتګ لپاره یې هم ټول انتظامات کړي دي. کامران اپرېدي تېر ماښام د مشال راډیو له خبریال مجید بابر سره په یوه مرکه کې وویل دوی په افغانستان کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو د راتګ لپاره ټول انتظامات سر ته رسولي دي. خو په خوست کې مېشت کډوالو په روانه میاشت کې په یوi خبري غونډه کې ویلي ول، چې افغان حکومت یې د ستنېدو مخه نه ده نیولې او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR په مرسته دې د دوی ټولې کډې خپلو سیمو ته ولېږل شي.

XS
SM
MD
LG