د لاسرسي ځای

تازه خبر

په برمل کې وزیرستانیو کډوالو ته مرستې ځنډېدلې دي


په پکتیکا کې د وزیرستانیو زرګونه کډوال اوسي
په پکتیکا کې د وزیرستانیو زرګونه کډوال اوسي

خوست - د پکتیکا په برمل کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی ته د خوراکي توکو مرستې پر وخت نه ورکول کېږي، نو ځکه له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په سیمه کې یوه وزیرستاني کډوال برمل خان سیدګي د جولای پر نهمه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل، له وزیرستانیو سره مرستې هم کمې کېږي او ان خواړه هم په وخت نه ورکول کېږي.

دی وايي، د روژې له ۱۰مې نېټې راهیسې ورته مرستې نه دي ورکړل شوې.

جاوېد مده خېل وايي، چارواکو او مرستندویه ادارو کیمپ ته هېڅ نه دي وروړي.

دی وايي، په لمن کې د ۷۸۰۰ وزیرستانیو کورنۍ رجسټر دي خو د سیدګي قوم اړوند شاوخوا ۳۰۰۰ کسان نه دي رجسټر شوي او د نوملیکنې دا بهیر هم درېدلی دی.

مده خېل وايي، له برمل څخه کمې کورنۍ وزیرستان ته ستنې شوې دي او زیاتره یې اوس هم هلته اوسي ځکه چې سیمه یې لا پوره امنیت نه لري او هلته پوځ مېشت دی.

دریا خان یو دوړ ماشوم دی چې په برمل کې اوسي.

دی وايي، پلار یې سپینږیری دی او کورنۍ ده ته ور په غاړه ده.

دریا خان شکایت کوي چې دوه میاشتې وشوې چې هېڅ ورته نه دي رسېدلي.

د پکتیکا چارواکي مني چې هلته یې وزیرستانیو کډوالو ته د مرستو په رسولو کې ځنډ کړی دی.

د والي ویاند محمد رحمان ایاز وايي، په کابل کې د برمل د کډوالو لپاره مرستې لېږد ته تیارې دي خو د لارو ناامنیو له کبله تر اوسه پر دې کار نه دي توانېدلي.

دی زیاتوي چې ولایتي چارواکي هڅه کوي چې پکتیکا ته له غزني او پکتیا څخه په تلونکو دوو لارو کې یې یوه باامنه کړي او وزیرستانیو کډوالو ته خواړه او نورې مرستې ورسوي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې لاکونه کسان د بنو بکه خېلو کیمپ، د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته کډوال شول.

په دوی کې زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

د پاکستان حکومت په مرحلو کې له خوست او پکتیا څخه د وزیرستانیو کډوالو ګڼې کورنۍ د بکه خېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو ته ستنې کړې خو په پکتیکا کې اوس هم زرګونه کسان اوسي.

XS
SM
MD
LG