د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د وزیرستانیو کډوالو وروستۍ ستېندنه پیلیږي


په افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال
په افغانستان کې مېشت وزیرستاني کډوال

پراګ ـ د شمالي وزیرستان چارواکي وايي، د اپرېل له ۱۸مې څخه د افغانستان مېشته وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو اخري مرحله پیلوي.

پر غلام خان بندر د پولېټيکل انتظامیې چارواکو د یکشنبې یا اتوار پر ورځ مشال راډیو ته وویل، په دې پړاو کې هره ورځ د افغانستان له خوست، پکتیا او پکتیکا څخه ۵۰ کورنۍ لومړی د بنو بکه خېلو کیمپ او بیا خپلو کلیو ته ستنوي.

دوی د نوم نه ښودو په شرط وویل، د افغانستان په ټولو سیمو کې پراته وزیرستانیان دې ځان د خوست ګلان کیمپ ته ورسوي ځکه چې تر دې مرحلې وروسته بیا هېڅوک وزیرستان ته نه ستنوي.

چارواکي وايي، په برمل او نورو لرې پرتو سیمو کې مېشت وزیرستانیان یوازې د غلام خان له لارې د بکه خېلو کیمپ ته تللای شي.

د خوست ګلان کېمپ اوسیدونکي
د خوست ګلان کېمپ اوسیدونکي

خو په پکتیا او پکتیکا کې اوسېدونکي کډوال وايي، حکومت دې ورته د انګور اډې لار پرانیزي ځکه چې د خوست ګلان کیمپ او غلام خان لرې دي.

د وزیرستان انتظامي چارواکي وايي، په انګور اډه کې لازم سهولیات او نظام نه لري نو ځکه دا کار نشي کولای.

دوی زیاتوي چې د کډوالو د ستنولو تر اخري مرحلې وروسته د هغوی د ګاډو وړلو لپاره هم پلان جوړوي.

د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له کبله یې لاکونه کسان د بنو بکه خېلو، د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو ښارونو ته کډوال شول خو زرګونه کورنۍ خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

د پاکستان حکومت په لومړۍ مرحله کې له افغانستانه څه د پاسه څلور زره او په دویمه کې یې دوه نیم زره کورنۍ وزیرستان ته ستنې کړې.

XS
SM
MD
LG