د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه


صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پیل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:48 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

صوابۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پیل شوه

صوابۍ ـ د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه چې سلګونو کسانو پکې ګډون وکړ د یاد غورځنګ د مشرانو د ویناګانو څخه وروسته پای ته ورسېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مهمو مشرانو منظور پښتین، علي وزیر، محسن داوړ، عبدالله ننګیال، ثنا اعجاز، وړانګې لوڼۍ، خان زمان کاکړ او نورو په جلسه کې ګډون وکړ او ویناوې یې وکړې.

غونډې ته د وینا پر مهال د یاد غورځنګ مشرانو یو وار بیا خپلې پخوانۍ غوښتنې تکرار کړې. دوی د ورکو پښتنو تپوس کولو، په وزیرستان کې د ځمکلاندې بمونو پاکولو، د ماوارای عدالت وژنو درولو او د پلټنو، د نقیب الله مسود په قتل تورن پولیس افسر راو انوار ته د سزا ورکولو، په قبایلي سیمو کې پر امنیتي پوستو د خلکو د ځورونې د ختمولو او د یاد غورځنګ د یوه فعال حیات پرېغل د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوات جلسه کې مېرمنو هم ګډون کړی وو
د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوات جلسه کې مېرمنو هم ګډون کړی وو

تر دې وړاندې، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر مشران د اګست له نهمې راهیسې په صوابۍ کې ول او د خپلې جلسې کمپاین یې کاوه. دوی کور په کور، دېره په دېره او بازار په بازار وګرځېدل او خلکو ته یې بلنه ورکوله چې جلسې ته ورشي.

اړوند مطالب:

په ډېره اسماعیل خان کې د پښتو ژغورنې غورځنګ جلسه
م.م دې په پاکستان کې د لادرکه کسانو راخوشې کولو کې مرسته وکړي
پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې احتجاج کړی دی
په ژوب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پای ته ورسېده

د صوابۍ جلسه په دې هم د پام وړ وه چې د قامي اسمبلۍ دوه نویو منتخب استازو علي وزیر او محسن داوړ هم پکې ګډون وکړ. دواړه مشران له پښتون تحفظ تحریک سره له پخوا ملګري دي.

د پښتون تحفظ تحریک دوه مشرانو علي وزیر او محسن داوړ پارلېمان ته لاره موندلې
د پښتون تحفظ تحریک دوه مشرانو علي وزیر او محسن داوړ پارلېمان ته لاره موندلې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د اګست پر ۱۱مه د صوابۍ په څلورو تحصیلونو کې لاریون هم وکړ.دوی له یار حسین تحصیله خپل لاریون پیل کړ او بیرته شوې اډې ته ورسېدل. دوی لیکلي شعارونه پورته کړي ول او د پښتنو د حقونو د غوښتلو لپاره یې نعرې وهلې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې د امنیت لپاره د صوابۍ پولیس سرتېري ځای پر ځای شوي دي خو په میدان کې دننه د یاد تنظیم خپل رضاکار د امنیت چارې سمبالوي.

غورځنګ وايي، عدالت دې په کراچۍ کې دې د وزیرستاني ځوان نقیب مسید په وژنه تورن افسر راو انواز ته سزا ورکړي.
غورځنګ وايي، عدالت دې په کراچۍ کې دې د وزیرستاني ځوان نقیب مسید په وژنه تورن افسر راو انواز ته سزا ورکړي.

پاکستاني چارواکو د پښتون تحفظ مومنټ د تازه جلسې په غبرګون څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د نورو جلسو او غوښتنو په ځواب کې یې ویلي چې د چيک پوسټونو کمول يا زياتول پر امنيتي حالاتو پورې اړه لري. دوی په ځېنو ځايونو کې امنيتي چارې ځايي ملکي انتظاميې او پوليسو ته سپارلي دي. همداراز د ورکو کسانو په اړه حکومت يو کمېشن جوړ کړی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ يې بې واکه بولي. پوځ وايي، په وزیرستانونو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو بهیر ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG