د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م دې په پاکستان کې د لادرکه کسانو راخوشې کولو کې مرسته وکړي


د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په ملاتړ د دوشنبې پر ورځ په جنيوا کې د احتجاجي غونډې پر مهال له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو نړيوال سازمانونو څخه غوښتنه وشوه چې په پاکستان کې د لادرکه کسانو د خوشې کولو په لړ کې ګامونه پورته کړي.

د سويټزرلېند په جنيوا ښار کې د دوشنبې د ورځې په دې احتجاج کې د ګډون لپاره د اروپا له مختلفو ښارونو څخه په لسګونو پښتانه ورغلي ول او د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته يې تر څو ساعتونو پورې شعارونه ورکړل او ويناګانې يې وکړې.

احتجاجیانو په لاسونو کې د منظور پښتين، علي وزير او په کراچۍ کې په جعلي پوليس مقابله کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود تصويرونه نيولي ول.

ګډونوالو د پښتون ژغورنې غورځنګ سمبول ګرځېدلې سرې خولۍ پرسر کړې وې، د ځينو په لاسونو کې د افغانستان بيرغونه ول او ځینو بيا سپين او تور بيرغونه رپول.

احتجاجیانو په لاسونو کې د منظور پښتين، علي وزير او په کراچۍ کې په جعلي پوليس مقابله کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود تصويرونه نيولي ول.

د ځینو کسانو په لاسونو کې پوسټرونه ول چې ورباندې په قبايلي سيمو کې د دوی په ادعا د شويو بشري حقونو سرغړونو په اړه خبرې ليکل شوې وې.

پر دې مهال يو شمېر ويناوالو خبرې وکړې او تورونو يې و لګول چې د پاکستان پوځ د عملياتو پر مهال د ولسي وګړو ځان او مال ته زيانونه رسولي دي.

دا هغه تورونه دي چې د پاکستان پوځ تل رد کړي دي.

غونډې ته د سينديانو، بلوڅانو او د پاکستان لاندې کشمير فعالانو هم وينا وکړه.

پر دې مهال د غونډې يو منتظم فضل الرحمن اپرېدي يوه ليکلې اعلاميه واروله چې د ده په وينا وروسته به يې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته وړاندې کوي.

فضل الرحمن اپرېدي د اعلاميې لوستلو پر مهال په ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو نړيوال سازمان غږ وکړ چې په پاکستان کې له ادعا سره سم د لادرکه کسانو د موندلو او په خوندي توګه د راخلاصولو په لړ کې اقدامات وکړي.

په اعلاميه کې له ملګرو ملتونو او اړونده ادارو غوښتنه وشوه چې په پخوانۍ فاټا کې دې د ماينونو پاکولو کې مرسته وکړي.

فضل الرحمن اپرېدي په ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د بشري حقونو نړيوال سازمان غږ وکړ چې په پاکستان کې له ادعا سره سم د لادرکه کسانو د موندلو او په خوندي توګه د راخلاصولو په لړ کې اقدامات وکړي..

په اعلاميه کې په کراچۍ کې په جعلي پوليس مقابله کې د وژل شوي ځوان نقيب مسود يادونه هم شوې او غوښتنه وشوه چې نړيوال دې پر پاکستان فشار واچوي چې پوليس افسر راو انوار و نيسي او ورباندې مقدمه و چلوي.

خو دلته بايد يادونه وشي چې راو انوار وار له مخه نيول شوي او پرضد يې په عدالت کې مقدمه روانه ده.

د جنيوا دې غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين له پاکستانه د ټيليفون له لارې وينا وکړه.

هغه په خپله وينا کې تور و لګاوه چې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاله غړي نيول کېږي، زندان ته اچول کېږي او ورته د مرګ په ګډون نورې دړکې ورکول کېږي.

خو که څه هم حکومت ددې تورونو په اړه په سمدستي توګه څه نه دي ويلي البته د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې چې د جنيوا په اعلاميه کې يې هم يادونه شوې په اړه د پاکستان پوځ په پخوا کې تل دا ويلي چې دوی خلک نه دې لادرکه کړي، په پخوانۍ فاټا کې يې د ماینونو پاکولو کار پیل کړی دی او هلته يې د امنيتي پوستو شمېر کم کړی دی.

نور ولولئ

منظور پښتين د لادرکه کسانو په اړه د پښتنو، بلوڅو او سينديانو د اتحاد ږغ وکړ

"د ورکو کسانو په اړه د پلټنیز کمېشن شمېر پوره باوري نه دی"

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG