د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې د پښتو ژغورنې غورځنګ جلسه


پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې مخکې هم په بېلا بېلو ښارونو کې جلسې کړې دي
پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې مخکې هم په بېلا بېلو ښارونو کې جلسې کړې دي

ډېره اسماعیل خان - پښتون ژغورنې غورځنګ د جولای پر ۱۵مه په ډېره اسماعیل خان کې د وزیرستاني ځوان نقیب مسود په وژنه کې د ککړ پولیس افسر راو انوار د ضمانت، د ټولنیزو رسنیو او د غورځنګ ملاتړي حیات پرېغل نیولو او زنداني کولو او د پښتنو د نورو ستونزو پر ضد جلسه کړې.

د جلسې لپاره د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون د بلوچستان له پښتون مېشته سیمو هم ګڼ خلک حق نواز پارک ته ورغلي دي.

د غورځنګ غړي پارک ته د ورتلونکو خلکو تالاشي اخلي او بیا ورته د ورتګ اجازه ورکوي. البته د سیمې د پولیسو له خوا د امنیت لپاره هېڅ سرتېري نه دي ځای پر ځای شوي.

د غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون، د مرکزي کمېټۍ غړي هم میدان ته ورغلي دي.

د جلسې د تیاریو لپاره د جولای پر ۱۴مه په ډېره اسماعیل خان کې یوه غونډه هم وشوه چې پکې د غورځنګ مشرانو ګډون وکړ او بیا یې احتجاجي لاریون هم وکړ.

د تحریک مشرانو مشال راډیو ته ویلي، د فبرورۍ له پیل راهیسې چې دوی له حکومته غوښتنې کړې دي، هغه نه دي پوره شوې.

د تحریک یو غړی ډاکتر سید عالم مسود وايي، د یکشنبې (اتوار) پر ورځ پینځه بجې جلسه د همدې غوښتنو د بیا تکرارولو لپاره کوي او تر دې وروسته به نورې غونډې او جلسې هم کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸ز کال د فبرورۍ له لومړۍ څخه په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنی پرلت وهلی وو چې پکې یې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان حکومت دې ټول ورک کسان عدالت ته وړاندې کړي، ماورای عدالت وژنې دې ودروي، په کراچۍ کې د وژل شوي وزیرستاني ځوان په مقدمه کې تورن پولیس افسر ته دې سزا ورکړي، په قبایلي سیمو کې دې پر امنیتي پوستو خلک نه ځوروي او له قبایلي سیمو څخه دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي.

اړوند مطلب:

د پښتون تحفظ غورځنګ او حکومت پلوه جرګې خبرې له خنډ سره مخامخ شوې دي

خو د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر مشر مېجر جنرال اصف غفور د بېلا بېلو بیانونو او خبري غونډو پر مهال تکرار کړی دی چې د غورځنګ زیاتره غوښتنې یې منلې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي دي چې په کراچۍ کې د هغې عدالتي پرېکړې ضد دي چې ورسره پولیس افسر راو انوار په ضمانت خوشې شو.

پر ده تور دی چې په جنورۍ کې یې په جعلي پولیس نښته کې د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب مسود وژلی وو او بیا یې ویلي ول چې هغه د تحریک طالبان پاکستان غړی وو.

د مسود کورنۍ دا تور ردوي او سپریم کورټ هم د هغه د وژنې نوټس اخیستی.

د ټولنیزو رسنیو فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړي حیات پرېغل کورنۍ د جولای پر شپږمه مشال راډیو ته ویلي ول چې د جولای پر پینځمه، شپې مهال ځېنې وسله وال د ډېره اسماعیل خان په ظفر اباد کې د دوی کور ته ورغلل.

د پرېغل ورور او پلار وايي، په وسله والو کې ځېنو د پولیسو وردۍ یا یونيفورمونه اغوستلي ول او نوموړی یې له ځانه سره یووړ.

خو پولیس وايي، هغوی پرېغل نه دی نیولی.

تر دې پېښې څو شپې وروسته (د جولای ۱۲مه) د پرېغل کورنۍ وویل، هغه د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته انتقال شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، د ډېره اسماعیل خان جلسې ته له بېلا بېلو سیمو څخه خلک ورغلي دي.

XS
SM
MD
LG