د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پای ته ورسېده


منظور پښتين د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دی
منظور پښتين د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دی

د بلوچستان په ژوب کې د اختر له لومړۍ ورځې راهيسې د پښتون ژغورنې غورځنګ روانه جلسې بيګا په دې پرېکړې ختمه شوه چې که ملګري يې راخوشي نه شول نو بيا به مظاهرې پېلوي.

دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو غړو د راخوشې کولو لپاره په احتجاج وو چې په اسلام اباد او وزيرستان کې د امنيتي ادارو له خوا نيول شوي دي. د دې غورځنګ مشر، منظور پښتين نن پر فېسبوک خپرې کړې لايو ويډيو کې وويل چې که غړي يې د جون تر شلمې راخوشې نه شول په ټول ملک کې به احتجاج کوي.

په همدې حال کې ځينو اروپا مېشتو پښتنو په بيلجيم کې د يورپين کمېشن مخې ته په مظاهره کې غوښتنه وکړه چې د پښتون ژغورنې غورځنګبشري غوښتنې دې واوريدل شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له امنيتي ادارو د غېب کړل شوو کسانو موندل او عدالتونو ته حاضرول غواړي.

د ژوب ناستې يو منتظم، شفيع ترين د جون په اتلسمه مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دوی د ويرولو کوښښ وکړ. ((يو کاغذ یې رالېږلی وو. دوی دلته بکتر بند ګاډي راوستي وو. بيا یې لاوډسپېکرونه او نور شيان هم د ځان سره ويوړل. دوی هسې موږ ويرولو. خو خلک اوس نه ويريږي. دلته دا ټول ناست خلک پرامنه احتجاج کوي. د پاکستان د آيين لاندې خپلې غوښتنې کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې د قبايلي مشرانو يوه جرګه د رياست په استازيتوب د پښتون ژغورنې غورځنګ سره خبرې کوي خو د دوی ترمنځ لا هم ډېر پرمختګ نه دی شوی.

د ژوب جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې مشرې وړانګې لوڼۍ هم خبرې وکړي
د ژوب جلسې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ يوې مشرې وړانګې لوڼۍ هم خبرې وکړي

د اسلام اباد پوليسو مشال راډيو ته منلې چې يوه مياشت مخکې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۳۷ غړي له دې کبله نيولې او اډياله جېل ته لېږلي چې د رياست خلاف يې نعرې وهلې. دا هغه خبره ده چې د ژوب پوليسو يې هم تکرار نه غوښت.

د ژوب پوليسو يو چارواکي عبدالرزاق د جون په اتلسمه مشال راډيو ته وويل: ((اول دوی د جلسې اجازه نه وه اخيستې. بيا وروسته يې واخيسته. موږ ته ويل شوي وو چې دوی له رياست خلاف چيغو راوګرځوو. نور موږ دوی له احتجاجه نه منع کوو. دوی هم موږ سره ومنله. ارامه ناست وو او نعرې يې نه دې وهلي.))

د جلسې خلاف نه يو خو پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بايد د پوځ او رياست خلاف چيغې ونه وهي
پوليس

همداراز دوی په کراچۍ کې د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب مسود پر وژنې تورن د ملير پوليسو پخواني مشر، راو انوار ته د سزا ورکول او پر چيک پوسټونو د سم سلوک غوښتنه هم کوي. راو انوار په دغه تور د مقدمې سره مخ دی.

د پاکستان پوځ ويلي چې د چيک پوسټونو کمول يا زياتول پر امنيتي حالاتو پورې اړه لري. دوی په ځينو ځايونو کې امنيتي چارې ځايي ملکي انتظاميې او پوليسو ته سپارلي دي. همداراز د غېب کړل شوو کسانو په اړه حکومت يو کمېشن جوړ کړی خو د پښتون ژغورنې غورځنګ يې بې واکه بولي.

XS
SM
MD
LG