د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انتخاباتو کې د مبینه درغلیو ضد په کرمه او بنو کې احتجاج شوی


د ټاکنو مواد
د ټاکنو مواد

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وار له مخه د جولايي پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې د احتجاج اعلان کړی دی.

د کرمې په صده کې د تحریک انصاف ناکامه شوي کاندید حاجي سعید جمال پلویانو احتجاج وکړ.

دوي بیګاه شپه تر ناوخته د چاوڼۍ په مرکزي لاره د احتجاج په توګه پرلت غزولی وو او د مینځنۍ کرمې لاره يي تړلې وه او غوښتنه یې کوله چې انتخابات باید له سره وشي.

په دغه اړه د ګوند یو ځايي مشر حفیظ الله مشال ریډیو ته وویل د انتخاباتي کمېشن چارواکو دوي ته ویلي وو چې له دوي سره هغه فارم نشته پر کوم چې حتمي نتیجه لیکل شوې وي.

د نتیجو تر مخه په صده کې د قامي اسمبلۍ په چوکۍ د متحده مجلس عمل کاندید حاجي منیرخان اورکزي ۱۶۳۵۳ ووټونه او د تحریک انصاف ګوند کاندید حاجي سعید جمال ۱۳۶۰۱ ووټونه ګټلي دي.

بل خوا په بنو کې د صوبایي اسمبلۍ په دوو حلقو پې کې ۸۹ او پې کې ۹۰ باندې د اعلان شوو نتیجو خلاف ځايي ولس سړکونو ته راوتلی او په انتخاباتو کې يې د درغلۍ تورونه پورې کړي دي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وار له مخه د جولايي پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا په ټولو ضلعو کې د احتجاج اعلان کړی دی.

نوموړي تور پورې کړی چې د انتخاباتو کمېشن ، نګران حکومت او پوځ په ګډه په انتخاباتو کې درغلۍ کړې دي.

جماعت اسلامي هم ورته تور پورې کړی او د خیبر پښتونخوا په دیر کې یې د پنجشنبې په ورځ احتجاج کړی وو.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن دا تورونه ردوي چې ګواکې درغلۍ شوې دي. هغوي وايي انتخابات شفاف او منصفانه وو.

XS
SM
MD
LG