د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب په وژنه تورن د راو انوار په بله مقدمه کې هم ضمانت وشو


فایل فوټو د نقیب په وژنه تورن د راو انوار د پولیس ګاډي کې

نن په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د غېر قانوني وسلې او چوونکو توکو لرلو په مقدمه کې د راو انوار ضمانت منظور کړ. ياد عدالت د جولای پر ۱۰مه نېټه د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنې په تور د پوليسو د دغه پخواني افسر ضمانت هم منظور کړی و.

عدالت راو انوار ته د ۱۰ لکه روپيو ضمانتي پيسو جمع کولو ويلي چې له هغه وروسته امکان دی چې نوموړی خوشې کړل شي.

نقیب الله مسود د سږني کال د جنورۍ پر درېمه نېټه په کراچۍ کې تښتول شوی وو او د همهغې مياشتې پر ۱۳مه یې مړی وموندل شو.

د انصاف لپاره به نړیوال راوننګوو: منظور پښتین
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:04 0:00

د سيند صوبايي حکومت لخوا جوړې شوې پلټنېزې کمېټۍ راو انوار د نقيب مسود په وژنه تورن کړی و.

نور ولولئ

د پېښور پېښې او د راو انوار ضمانت کېدو پرضد د پي ټي اېم سوات لاریون

د نقيب مسود وکيلان د راو انوار خلاف های کورټ ته ځي

د نقيب مسود د وژنې په اړه په ټول پاکستان کې احتجاجونه شوي وو. دا پېښه د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم د یو نوي خوځښت جوړېدلو يو سبب هم شوه چې د نورو مطالبو ترڅنګ له قانون سره سم راو انوار ته د سزا غوښتنه هم کوي.

XS
SM
MD
LG