د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقییب مسود پلار د راو انوار پرضد مقدمه وکړه


د نقیب مسود د وژنې مقدمه د تورن شوي راو انوار او د هغه د ملګرو پولیسو پرضد درج شوې ده.

یاده مقدمه د سېشنبې په ماښام د نقیب مسودد پلار حاجي محمد خان په غوښتنه د کراچۍ د ملیر ضلعې په سچل تاڼه کې درج شوې ده. په مقدمه کې د تښتولو او ترهګرۍ دفعات هم شامل دي.

تر دې وړاندې د سیند حکومت له خوا د پلټنو لپاره د جوړې شوې کمېټۍ مشر ډاکټر ثناالله عباسي په کراچۍ کې د نقیب مسود له خپلوانو سره تر لېدو وروسته وویل، نقیب مسود بې ګناه دی او هغه د پولیسو په یوه جعلي مقابله کې وژل شوی وو.

د پاکستان سپریم کورټ وار له مخه د نقیب مسود د وژنې نوټس اخیستی او راو انوار یې د جنورۍ پر ۲۷ ورغوښتی دی.

د نقيب مسود مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې موندل شوی وو او له ادعا سره سم د راو انور په مشرۍ پوليسو وژلی وو.
د نقيب مسود مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې موندل شوی وو او له ادعا سره سم د راو انور په مشرۍ پوليسو وژلی وو.

راو انوار د سه شنبې په سهار وختي د اسلام اباد له هوايي ډګره په یوه الوتکه کې دوبۍ ته تللو خو چارواکیو یې مخه ونیوله او اوس د سپریم کورټ په امر د هغو کسانو په لسټ کې اچول شوی دی چې له پاکستان بهر نه شي وتلای.

نقیب مسود د جنورۍ پر ۳مه د کراچۍ له یوه هوټله پولیسو له خپلو دوو نورو وروڼو سره یوځای له ځانه سره بیولی وو چې وروسته یې دواړه وروڼه پرېښي ول او دی یې ورسره وړی او بیا یې مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې موندل شوی وو او له ادعا سره سم د راو انور په مشرۍ پوليسو وژلی وو.

راو انور ويلي چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلود. خو د پلټنو لپاره جوړې شوې حکومتي کمېټۍ غړي ډي ای جي سلطان خواجه په یکشنبه په کراچۍ کې خبريالانو ته وويل چې په دې اړه هېڅ ثبوت نه شته چې نقيب مسود دې له طالبانو سره تړاو ولري.

XS
SM
MD
LG