د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب مسود د وژنې ضد تحریک څنګه پیل شو؟


پراګ - هاشم خان مندوخېل چې کله مرده خانې ته ورغی نو د وژل شوي نقيب الله مسود درې خپلوان د مړي ترلاسه کولو ته په انتظار ول.

يوه ورځ وړاندې یوه ملګري هاشم خان ته پر فېسبوک د يوه مسود ځوان د ورکېدو خبر ورکړی وو او ده تر ډېرو خواريو وروسته د نقيب د خپلوانو د ټېلېفون شمېره وموندله او هغو د پوليسو له خوا د نقيب مسود د وژنې خبر ورکړ.

د مسود مړي تر لاسه کولو ته شپږ کسان ورغلي ول. خو پر فېسبوک د هاشم خان د خبر، تصوير او ويډیو تر خپرولو وروسته شپږ کسان تر ماښامه پورې تر ۱۰۰۰ کسانو زيات شول.

مسود د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې وژل شوی وو او پولیسو ویلي ول چې اصلي نوم یې نسیم الله دی او د تحریک طالبان پاکستان غړی دی.

هاشم خان له ۲۰۰۹ز کال راهيسې پر فېسبوک او ټوېټر د بشري حقونو او د قانون واکمنۍ لپاره مبارزه کوي.

دی کار هم کوي خو ورسره هر پینځه يا ۱۰ منټه وروسته فېسبوک ګوري چې د ده په وينا، په ورځ کې شاوخوا ۱۰ ساعته پر ټولنيزو رسنيو فعاليت کوي.

هاشم مندوخېل
هاشم مندوخېل

د هاشم خان يوه تصوير، يوه خبر او يوې ويډيو د نقيب مسود د مرګ په اړه يو تحريک وزېږاوه.

د نقيب مسود د مړي د ترلاسه کولو پر وخت يوازي شپږ کسان هلته ول خو پر فېسبوک د هاشم خان د خبر، تصوير او ويډیو تر خپرولو وروسته دغه شپږ کسان تر ماښامه پورې تر ۱۰۰۰ کسانو زيات شول.

له مرده خانې د نقيب مسود دا ويډیو پر فېسبوک دومره زياته شریکه شوه چې تر اوسه پورې تر پينځه لاکه زياتو کسانو کتلې ده.

خبره له لاهوره تر چمن او له خېبره تر کراچۍ پورې خپره شوه.

د نقیب الله مسود د وژلو پرضد پېښور کې لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

سياستوالان، ځوانان او فعالان پاڅېدل او په مختلفو ښارونو کې مظاهرې پیل شوې او غوښتنه وشوه چې د نقيب مسود په وژنه کې تورن د کراچۍ د پوليسو افسر راو انور دې سزا کړل شي.

نقيب مسود ته د انصاف ورکولو دې تحريک پر ټولنيزو رسنيو او ښارونو کې دومره زور واخيست چې د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د پېښې په اړه يوې پلټنيزې کمېټۍ جوړولو ته اړ شو.

کمېټۍ تحقيقات پیل کړل او هاشم مندوخېل هم د ګواه په توګه ور وغوښتل شو.

بالاخره کمېټۍ اېس اېس پي راو انور معطل کړ خو د هاشم مندوخېل او ټولنيزو رسنيو ملګرو لا هم د تحريک د دوام اراده لري.

مندوخېل وايي، د کمېټۍ له اقدامه مطمين دی خو دوی اوس پر نورو لارو چارو غور کوي چې چارواکي اړ باسي چې په کراچۍ کې د پوليسو له خوا د وژل شويو نورو لسګونو کسانو په اړه هم پلټنې وشي.

نوموړی زیاتوي، چې ټولنيزې رسنۍ ډېر زور لري او هم داسې يو کاميابه تحريک د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان په اړه هم چلول شوی وو.

له مندوخېل سره خبرې د غږ په ځای کې واورئ.

هاشم مندوخېل د مسود د وژنې ضد تحریک بیانوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:52 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG