د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقيب مسود وکيلان د راو انوار خلاف های کورټ ته ځي


نقیب الله مسود او راو انوار
نقیب الله مسود او راو انوار

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه تورن د ملېر پوليسو پخواني مشر راو انوار د ضمانت تر منظورولو وروسته د مسود وکيلان وايي دوی به هايي کورټ ته ځي.

د نقيب مسود د وکيلانو له ډلې جبران ناصر د جولايي په لسمه په کراچۍ کې د دې فېصلې تر راتګ وروسته خبريالانوو ته وويل چېد ترهګرۍ ضد عدالت دا پرېکړه په انصاف نه ده ولاړه. نوموړي وويل: ((د پاکستان ۲۲ کروړه عوام دې وويريږي. دا هغه کېس دی چې د مطبوعاتو پرې نظر وو. ټولو سياستوال او لوړپوړو چارواکو پرې خبرې کړې دي. که په دې کېس کې انصاف نه کېږي نو ستاسو په کېسونو کې به څه انصاف وشي.))

خدای ته وګورئ د يو قاتل د بچ کولو لپاره د دې ملک په ځوانانو کې انتشار مه خوروئ. رياست د مور حېثیت لري. همداسې مور يې پريږدئ.
جبران ناصر

جبران ناصر زياته کړه: ((د قومونو په تاريخ کې غلطيانې هم کېږي او جبر هم. خو ځيني کېسونه داسې دي چې په زخمونو د دوا کار کوي. دا همدغسې کېس دی. اوس به موږ اپېل هم کوو، دليل به هم وړاندې کوو او احتجاج به هم کوو.))

نقيب مسود د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې د پوليسو له خوا وژل شوی وو. د سند صوبايي حکومت يوې څېړنيزې کمټې ويلي وو چې هغه د راو انوار په مشرۍ پوليسو په جعلي پوليس مقابله کې وژلی وو. راو انوار د جنورۍ په اتلسمه د پاکستان بېلابېلو ټيليويژن چېنلونو سره په مرکو کې ادعا کړې وه چې د نقیب مسود اصلي نوم نسيم الله مسود وو او د طالبانو سره يې تعلق درلود خو حکومتي کمېټې دا خبرې درواغ وبللې او ويلي يې دي چې نقيب الله مسود بې ګناه وو.

د نقيب مسود يو بل وکيل ايډوکېټ پير رحمان مسود د جولايي په لسمه مشال راډيو ته وويل چې د راو انوار ځيني مرکې د دې ثبوت دی چې هغه د وژل شوي مسود په مرګ کې لاس لري خو د ترهګرۍ ضد عدالت ورته د ضمانت په ورکولو سره دا ثبوتونه له پامه غورځولي دي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د نقيب مسود پلار ته ويلي وو چې په دې کېس کې به انصاف کېږي
د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د نقيب مسود پلار ته ويلي وو چې په دې کېس کې به انصاف کېږي

هغه زياته کړه: ((په عدالت کې راو انوار څو ځل خپل موقف بدل کړ. آخري هغه يې دا وو چې چې دی د پېښې په وخت هلته موجود نه وو نو ځکه بايد د نقيب مسود د وژنې لپاره ګرم ونه بلل شي. دا لومړی ځل دې چې د ترهګرۍ ضد عدالت دې د چا ضمانت منظوروي. خو ملطب یې دا نه دی چې راو انوار خوشي شو. که د يو چا ضمانت وشي نو کېس يې ختم نه شي بلکې موږ به اوس د نورو شواهدو سره راځو او د هغو ثبوتونو په رڼا کې به ده ته هتکړۍ لګېږي.))

راو انوار تر هغې وروسته پټ شو چې سپريم کورټ يې د نيولو حکم وکړ. په همدې حال کې د پاکستان پخواني ولسمشر او د پيپلز ګوند مشر، آصف علي زرداري جيو ټيليويژن سره په مرکه کې راو انوار يو بهادر کس ياد کړ. ډېرو خلکو پر دې خبره تنقيد وکړ او دا یې د انوار ملاتړ وباله.

چيف جسټس وپوښتل: راو انوار د زورورو په پناه کې دی؟

راو انوار د مارچ په ۲۱مه سپريم کورټ کې حاضر شو. هغه ځان پوليسو ته حواله کړ او په کراچۍ کې يې کور د سب جېل په توګه ومنل شو. د نقيب مسود تر وژنې وروسته د منظور پښتين په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ جوړ شو. پښتين د جولايي له يوولسمې څخه د راو انوار د ضمانت د پرېکړې پر ضد د مظاهرو غږ کړی دی او وايي تر هغې به په ارام نه کښېني تر څو چې يې د نقيب مسود کورنۍ ته انصاف نه وي ترلاسه کړی.

نور ولولئ

پلټینزه ډله: نقیب مسید بې ګناه او راو انوار یې د قتل ذمه وار

XS
SM
MD
LG