د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټاکنو کمیشن سپکو سپورو په ویلو عمران خان ورغوښتی


د پاکستان ټاکنو کمېشن د تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجشنبې په ورځ غوښتی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو ترمخه عمران خان د ټاکنو روانو منډو ترړو پر مهال د ځینو سیاستوالو په باب سپکه ژبه کارولې نو ځکه یې د هغه پروړاندې دا ګام اخیستی دی.

د ټاکنو کمېشن د دې ګرمې ګروږنې یوه ډله جوړه کړې ده چې اورېدنه به یې د پنجشنبې په ورځ کېږي.

په پاکستان کې د روانې میاشتې په ۲۵مه عام انتخابات کېږي چې د دې لپاره سیاسي ګوندونو او ازادو امیدوارانو لخوا ټاکنیز کمپاینونه روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG