د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف سزا به انتخاباتو کې پر مسلم لیګ نون څه اغېز وکړي؟


د مسلم لیګ نون ډلې غړي
د مسلم لیګ نون ډلې غړي

په پاکستان کې څېړونکي وایي د احتساب عدالت فېصلې نه مالومیږي چې په پاکستان کې ځېنې قوتونه دا وار پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د انتخاباتو نه لرې ساتل غواړي.

څېړونکي وایي اوس چې عامو انتخاباتو ته یوازې ۱۶ ورځې پاتې شوې په داسې وخت کې د دغه هېواد د پخواني وزیراعظم نواز شریف ته د قېد سزا اورول به د انتخاباتو په نتېجو اثرات پرېباسي.

څیړونکی امتیاز عالم وایي دا یوه جانبداره فېصله ده او زیاتوي چې، “یقینن چې دا فېصله د مسلم لیګ ن لپاره یوه دهچکا ده د انتخاباتي مهم نه د نواز شریف او د مریم نواز بهر وتل به زیانمن وي، بلخوا شهباز شریف د خپل ورور د بیانیې سره اتفاق هم نه کوي. دا د یوې منصوبې لاندې شوې فېصله ده، اوس د اټېبلېشمنټ لپاره درې غوره کسان دي عمران خان ، اصف علي زرداري او شهباز شریف.”

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د جمعې په ورځ په لندن کې مېډیا ته وویل ده لا د فېصلې ټول تفصیل پخپله نه دی کتلې خو لور مریم نواز او ده پاکستان ته د زر تر زره تللو فېصله کړې ده.

په لاهور کې د سیاسي چارو کارپوه پروفېسر سجاد نصیر وایي اوس به دا کتل کېږي چې نواز شریف وطن ته کله راځي.

دی وايي ، “اوس پوښتنه دا ده چې نواز شریف به د لندن نهراځي او که نه ، ځکه هغه خو وایي چې راځي به خو لا یې هم پته نه لګي ، خو زه داسې فکر کوم چې که نواز شریف بېرته را هم شي نو د هغه خلاف به نور هم داسې کارونه کیږي، او د هغه د سیاست نه د لرې کولو په اړه به نورې هم ځینې خبرې مخې ته راځي او په دې ټول عمل کې به ګټه د نواز شریف مخالفینو ته رسیږي.”

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر سرفراز خان وایي د داسې فېصلې سره ځېنې قوتونه غواړي چې یو خاص ګوند ته ګټه ورسوي خو داسې امکانات هم شته چې په انتخاباتو کېد مسلم لیګ ن سره د خلکو همددردي هم پېدا شي.

دی زیاتوي “د دې دوه امکانات دي یو خو دا چې له دې سره به د عام ولس د نواز شریف سره همدردي زیاته شي، خو په داسې حالاتو کې به نواز شریف هم د بهادرۍ نه کار اخلي دی به وطن ته راځي او ځان به هر قسمه حالاتو وهلو ټکولو او قېد ته وړاندې کوي، خو پخوا هم نوازشریف دپروېز مشرف سره معاهده وکړه او بهر لاړو.”

د اسلام اباد احتساب عدالت جج محمد بشير اېون فيلډ رېفرنس کې پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د لسو کالو بند او اته میلیونه پاونډو جرمانې سزا اورولې ده .او د هغه لور مریم نواز ته د اوو کالو بند او دوه میلیونه پاونډ جرمانې سزا ورکړې ده او د هغې خاوند کپټن ريټايرډ صفدر ته يې د یو کال بند سزا اورولې ده.

XS
SM
MD
LG