د لاسرسي ځای

تازه خبر

'سیاسي ګوندونه ژمنې کوي، پوره کوي یې نه'


په پاکستان کې انتخاباتو ته شپږ ورځې پاتې دي او د سياسي ګوندونو انتخاباتي کمپاينونه اوج ته رسېدلي دي. د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د چارشنبې پر ورځ د پنجاب په ګوجرات ،منډي بهاوالدين، سرګودا او جهلم کې د خپل ګوند پلويانو ته ويناوې وکړې.

د ګوجرات په لالا موسا ښار کې يوې ټاکنیزې غوندې ته په خپله وينا کې بلاول بوټوزرداري وويل چې دا وخت د پاکستان ۶۰ فيصده ابادي د خوړو له کمښت سره مخامخ ده او که ګوند يې په حکومت کې راشي نو د ګڼو پرمختيايي پروژو په ترسره کولو سره به له ټول ملکه غريبي ختموي: (اته لکه کورنۍ به له غربته راوباسو، د لوږې ختمولو پروګرام به شورو کوو، د بې روزګارۍ ختمولو پروژه به شورو کوو، مېرمنې به خپلواکه کوو، زرعي انقلاب به راولوو، د ملک هر کس به رجسټروو او هغوی ته به بېنظير کسان کارډ ورکوو. که د یوه کروندګر فصلونو ته د قدرتي افتونو له وجې تاوان ورسي نو له هغه سره به مرسته کوو.''

بلخوا په چارشنبه د پاکستان تحريک انصاف ګوند د لاهور په شاهدره، ملتان او جهلم کې او د خېبر پښتونخوا په ايبټ اباد کې د خپل سياسي طاقت مظاهره وکړه او د پارټۍ مشر عمران خان يې په سېلانۍ سيمه ايوبيه کې جلسې ته په خپله وينا کې وويل چې په ملک کې به بې روزګاري ختموي او سېلګرۍ ته به وده ورکوي: ''موږ به داسې کوو لکه څنګه چې په بهرنیو هېوادونو کې د سېلګرۍ ځايونه دي، ځايي خلکو ته په کې روزګارونه ورکول کېږي، هغوی ته پېسه ترلاسه کېږي نو موږ به همداسې ځايونه جوړوو. بله دا چې ستاسو لپاره به کالجونه جوړوو چې پکې به زده کونکیو ته د سيلګرۍ په اړه روزنه او تعليم ورکول کېږي چې دارنګ بيا دوی ته په نورو هېوادونو کې ښه ښه روزګارونه ترلاسه شي. په بهر کې د هند، سريلنکا او فلپاين وګړي په ښه ښه څوکيو دي خو چې کوم پاکستاني وګړي دي هغه يوازې مزدوري کوي.''

بلخوا د پنجاب په راجن پور ضلع کې يوې جلسې ته په وينا کې د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف وويل که په حکومت کې راشي نو د ترقۍ په لحاظ سره به د پېښور په ګډون د هېواد نور ښارونه نه لاهور او پاکستان نه به ترکي جوړوي:

''زه به له کراچۍ لاهور جوړوم، له پېښوره به لاهور جوړوم، له کوټې به لاهور جوړوم. په دې ښارونو او ټول ملک کې به سړکونه او هسپتالونه جوړوم. بې روزګارو ته به روزګارونه ورکوم او د اردګان د ترکي او مهاتر محمد د ملایزیا په څېر د پاکستان جوړولو لپاره به د خپل سر نه هم تېرېږم.''

په مومندو ايجنسۍ کې جماعت اسلامي هم جلسه وکړه. او د ګوند مشر سراج الحق يې په دې وروستيو کې په وار وار ويلي که چېرې په حکومت کې راشي نو د تعليم پرمختيا لپاره به دومره کار کوي چې له نورو پرمختلليو هېوادونو به زده کونکي پاکستان د زده کړو لپاره ورځي. عوامي نيشنل ګوند بيا وايي چې په هره ضلع کې به پوهنتون جوړوي او خلکو ته به د روزګارونو لپاره بې سوده قرضې ورکوي.

د سياسي کارپوهان وايي په پاکستان کې تر انتخاباتو مخکې سياسي ګوندونه ژمنې ډېرې وکړي خو چې په حکومت کې راشي نو بيا يې نه پوره کوي.

په پېښور کې د سياسي چارو پوه شميم شاهد وايي پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي چې د ۲۰۱۳ م کال ترانتخاباتو مخکې په خپلو کمپاينونو کې کومې ژمنې کړې وې نو هغه يې خپل د خېبر پښتونخوا په تېر پينځه کال حکومت کې پوره نه کړې. نوموړی وايي تحريک انصاف په خېبر پښتونخوا کې د يو ارب ونو لګولو او د صوبې حالت بدلولو په ګډون نورې ژمنې پوره کړي نه دي. دا وايي د تحريک انصاف مشر عمران خان لخوا په ملک کې د يو کروړ روزګارونو ورکولو ژمنه هم ښکاري نه چې پوره به شي ځکه چې د دې روزګارونو لپاره به لږ تر لږه ۳۰ زره کارخانې لګول وي نو د پاکستان په څېر ملک کې او هغه هم په پينځو کلونو کې لګول ناممکن دي.

''سياسي ګوندونه په ازادنه توګه په خپل منشور عمل کولو ته نه دي پرېښودل شوي. پر دوی د ایسټېبلېشمنټ او پوځ لخوا فشار وي.''

البته د پاکستان پو ځپه وار وار ويلي چې دوی جمهوريت پلوه دي او په سياست کې هي څه قسمه مداخله نه کوي.

د کراچۍ پوهنتون د ژورنلزم څانګې استاد توصيف احمد وايي، پيپلز پارټۍ چې په ملک کې د بې روزګارۍ او غربت ختمولو کومې ادعاوې کوي نو په سيند صوبه کې خو څو وارې د دوی حکومتونه راغلي نو هلته ولې غربت د کمېدو پرځای له زيات شوی.

توصيف احمد وايي د نواز شريف او د ګوند د نورو غړیو دا نارې يې سمې دي چې ووټ ته عزت ورکړئ خو د ده په خبره چې کله نواز شريف په حکومت کې وو نو نوموړي د ووټ د عزت او جمهوريت د پياوړتيا لپاره څه کړي.

توصيف وايي سياستولانو ته دا نه ده مالومه چې د دوی کار پرمختيايي کارونه نه بلکې قانون سازي کول دي. نوموړی وايي په پاکستان کې به غربت، جهالت او بدامني هله ختمېږي چې په راتلونکیو ټولټاکنو کې د ولس استازي داسې قانون سازي وکړي چې له مخې يې د هېواد په ټولو ادارو د پارلمان برتري راشي او متخب حکومت د بهرنيو چارو په ګډون ټولې پاليسۍ په خپله جوړې کړي.

نور ولولئ

د ټاکنو کمېشن د انتخاباتو شفافيت په اړه شکونه ردوي

پاکستان الېکشن کمیشن وايي پوځ به یوازې د انتخاباتو امنیت ساتي

XS
SM
MD
LG