د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحريک انصاف خپل انتخابي منشور اعلان کړ


عمران خان
عمران خان

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د ۲۰۱۸ ټولټاکنو لپاره د خپل ګوند انتخابي منشور اعلان کړ چې درغلي ختمول، په پنځه کلونو پنځوس (۵۰) لاکه نوي کورونه او یو کروړ نوکریانې موندنه یې د سر سر اجنډه ده.

د ګل په ورځ په اسلام اباد کې د خپل ګوند انتخابي منشور اعلانولو پروخت عمران خان وويل د احتساب قامي اداره (نېب) به خودمختاره جوړوي او چې څوک هم په درغلو کې ککړ وي بې له څه دباوه به يې احتساب کوي.

د نوموړي وينا وه راتلونکي حکومت لپاره به معيشت یو لوی چېلنج وي، د ډالر په مقابله کې د روپۍ نرخ کمېدو له وجې په ګرانۍ کې اضافه شوې ده او په تېرو لسو (۱۰) کلونو کې پر پاکستان د بهرنیو پورونو بوج هم زيات شوی دی نو په واک کې له راتللو وروستو دا هر څه صحيح کولو لپاره به کوښښونه کوي.

د عمران خان وينا وه په ملک کې د توانايۍ بحران ختمول، پاکې اوبه ولس ته رسول يې هم په منشور کې شامل دي. د دې ترڅنګ د اوبو ضاېعه کولو مخنيوي لپاره به په فوري توګه ډېمونه جوړوي، سېلګرۍ او صنعتي څانګې ته به هم وده ورکوي.

د ذکر ده چې پاکستان دا وخت د اوبو له کموالي سره مخامخ دی. د ماهرينو په وينا که حکومت اوبه زېرمه کولو لپاره ژر تر ژره واړه او غټ ډېمونه جوړ نه کړل نو راتلونکيو څو کلونو کې به ملک د اوبو له یوه ستر بحران سره مخامخ وي او دا وجه ده چې مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند هم په خپل انتخابي منشور کې ډېمونه جوړول شامل کړي دي.

د عمران خان وينا وه دا ټولې پروژې سر ته رسولو لپاره به ورته د پېسو ضرورت وي او فېډرل بورډ اف رېونيو (اېف بي ار) کې د اصلاحاتو له لارې پېسې راغونډولی شي. د نوموړي په خبره په دغه اداره کې هر کال د اووه سوه (۷۰۰) اربه روپو غلا کېږي نو ځکه په اېف بي ار کې اصلاحات ډېر ضروري دي دا به یوه خودمختاره اداره جوړوي او چې د ولس پیسې د هغوی پر خېر ښېګړه ولګوي نو هله به خلک ټېکس ورکولو ته تيار شي.

د ذکر ده چې د می په شلمه (۲۰) هم پاکستان تحريک انصاف په راتلونکيو ټولټاکنو کې کاميابي ترلاسه کولو کولو ورستو د سل (۱۰۰) ورځني پروګرام اعلان کړې وو چې پکې د لسو میليونو نوکرېانو او پنځه میليونه نوي کورونه جوړولو علاوه جنوبي پنجاب ته د صوبې حیثيت ورکول، له بلوڅو وسله والو سره روغه کول، د کراچۍ حالات ښه کول او غربت ختمول شامل ول.

نور ولولئ

باشا بند د مسلیم لیګ ن د انتخابي منشور لومړیتوب

آيا د متحده مجلس عمل ټاکنو منشور پر حقیقت ولاړ دی؟

XS
SM
MD
LG