د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر مسلیم لیګ ن فشار دوام لري


پخواني وزیراعظمان نواز شریف او شاهد خاقان عباسي په مینځ کې د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا
پخواني وزیراعظمان نواز شریف او شاهد خاقان عباسي په مینځ کې د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا

په پاکستان کې د جولایي پر ۲۵ مه تر عامو انتخاباتو وړاندې که یو خوا سختدریځه مذهبي ډلو سیاسي هلې ځلې تندې کړي دي او په یوشمېر سیمو کې يې کاندیدان د انتخاباتو له تیاری نیسي نو بل خوا د مسلم لیګ ن ځینې کاندیدان د عدالتونو او احتساب د ادارو له خوا له پابندیو سره مخامخ دي.

په چارشنبه سپریم کورټ د مسلم لیګ ن دانیال عزیز عدالت ته د سپکاوي ذمه وار او د پینځو کالونو لپاره د انتخاباتو لپاره نااهله وګرځولو. له دې وړاندې د ګوند یو بل مشر نهال هاشمي هم د توهین عدالت مجرم ګرځول شوی دی. روانه اونۍ د ګل په ورځ د پاکستان د احتساب قامي ادارې د مسلم لیګ ن کاندید قمرالاسلام ونیولو او د هغه پرضد يې پلټنې پیل کړې.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، تر انتخاباتو وړاندې د یو مخصوص ګوند پر ضد دا رقم پرېکړې د عامو انتخاباتو د شفافیت په اړه پوښتنې را اوچتولی شي.

د سیاسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي، د پاکستان پوځي ایسټییبلیشمنټ د مسلم لیګ ن د مخې نیولو لپاره یو خوا قامي ادارې او سختدریځه تنظیمونه کاروي او بل خوا د هغه سیاسي ګوندونو یو اتحاد رامنځه ته کوي چې د نواز شریف خلاف دي.

نوموړی زیاتوي، د دې ټولو ګامونو وروستۍ موخه په راتلونکیو ټاکنو کې په نه بله پلمه تکړه خلک پورې وهل او ډډې ته کول دي. نواز شریف هره ورځ له عدالتي مشکلاتو سره مخامخ دی، روزانه یو نه بل کېس ور ته جوړېږي. د اېمل خان په خبره دغه ټول کوششونه د دې لپاره دې چې مسلم لیګ ن په خلاص مټ انتخاباتو ته ولاړ نه شي.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور د جون په پینځمه نیټه په راولپنډۍ کې خبریالانو ته د وینا په وخت په سیاسي مشرانو د فشار اچولو تورونه رد کړل او زیاته يي کړه چې باید پوځ سیاسي معاملو ته راکش نه کړل شي. د پوځ ویاند وویل انتخابات کول د الیکشن کمیشن کار دی.

د پاکستان د الیکشن کمیشن ویاند الطاف احمد بېګا مشال راډیو ته وویل، کمیشن شفافه او غیرجانبداره انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې ټولو سیاسي ګوندونو ته د انتخاباتو لپاره یو شان میدان ورکړي.

په پاکستان کې د فري اینډ فییر الیکشن نیټ ورک په نوم د جمهوریت د ودې د ادارې یو چارواکي ظهیر خټک وویل، باید د الیکشن کمیشن له خوا د انتخاباتو لپاره جوړ شوی طریقه کار عملي شي، او د سیاسي ګوندونو اندېښنو ته ځواب وویل شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان الیکشن کمیشن تیره اونۍ اعلان کړی وو چې د انتخاباتو په ورځ به د امنیت ټینګ ساتلو لپاره د پولینګ سټیشنو دننه او بهر له دری نیم لاکه تر څلور لاکه امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي. کمیشن په لاهور، کراچۍ او اسلام اباد کې د انتخاباتي موادو د چاپخانې له وړاندې ځواکونو ته سپارلي دي.

نور ولولئ

د مقدمو په اړه د نواز شریف شکایت پر ځای دی؟

نوازشریف: د نېب مشر دې ثبوت وړاندې کړي یا دې استعفی وکړي

سېنېټر نهال هاشمي د سپريم کورټ په حکم ونیول شو

XS
SM
MD
LG