د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف وکیل نور مقدمه نه چلوي


د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان پخوانی وزیراعظم نواز شریف

د پاکستان پخواني وزیراعظم وکیل خواجه عارف د نېب له مقدمې خپلځان ګوښه کړی دی. دا هغه درې درخواستونه (رېفرنسز) دي چې د سپرېم کورټ د پروسږ کال۲۸ جولایي د فېصلې وروستو د پاکستان قامي احتساب ادارې (نېب) د نواز شریف خلاف دایر کړي ول.

په دغو درې واړو کېسونو کې پر پخواني وزیراعظم او د کورنۍ پر غړيو يې د درغلیو تورونه دي. د نواز شریف وکیل په سپریم کورټ کې د کېس د اورېدنې پر وخت وویل د عدالت لخوا د یوې میاشتې موده ورکولو او د خالي او اتوار په ورځ د کار کولو له وجې ځان له دغه کېسه بېلوي.

د مسلم لیګ ن د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی جسټس رېټایرډ افتخار چیمه وایي اوس له نواز شریف سره دوې لارې دي:

''یو خو دا چې هغه یو بل وکیل ونیسي، او دوهمه دا چې هغه هم دا خپل وکیل راضي کړي او کېس پرمخ یوسي،اوس چې د کېس زیاتره کار شوی دی، ټول دلایل هم تر ډېره وړاندې کړل شوي دي،په داسې وخت کې د وکیل تلل یوه ناوړه خبره ده، او دا اوس د سپریم کورټ امر دی چې دا فېصله باید په یوه میاشت کې وشي، اود خالي او اتوار په ورځ به هم پېشي وي.''

عدالت نوازشریف ته دا هم ویلي دي چې هغه په لندن کې د خپلې ناروغه ښځې کلثوم نواز عیادت ته هم تللی شي، او دا خبره غلطه ده چې ګنې عدالت ده ته د کلثوم نواز د عیادت کولو اجازت نه ورکوي.

نواز شریف عدالت ته وویل ده ته دې د یوې ورځې مهلت ورکړل شي چې د خپل وکیل په اړه څه فیصله وکړي. د پاکستان د سپریم کورټ بار پخوانی مشر قاضي انوار وایي دا یو ډېر پېچلی کېس دی خو دی نه پوهیږي چې په سپریم کورټ دومره تادي ولې ده. ''په یو ریفرېنس کې ارګومنټس شوي دي، او په یو کې په یوه ګواه جره روانه ده، اوس د اختر رخصتي ده، دا کېس د نورو نه ځکه مختلف دی چې دې کې نېب تفتېش نه دی کړی، دې کې نېب ریفرېنس نه دی داخل کړی ، دا د سپریم کورټ په احکاماتو کیږي، او د دې څارنه هم سپریم کورټ کوي.''

د ۲۰۱۷ کال د جولای پر ۲۸مه، سپريم کورټ نوازشريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم د څوکۍ لپاره نا اهله وګرځاوه او د احتساب ادارې (نېب) ته يې حکم وکړ چې د دوی پر ضد د درغلۍ مقدمې بيا خلاصې کړي. د سېپټېمبر پر اتمه نېب د نواز شریف او د هغهد کورنۍ پرضد په احتساب عدالت کې درې درخواستونه جمع کړل خو د نوموړي کورنۍ وايي دا ټول سياسي سازش دی. د فرورۍ په مياشت کې سپريم کورټ نوازشريف د مسلم لېګ (ن) له مشرۍ هم لرې کړ او وي ويل چې يو نااهله سړی نه شي کولی د یو سياسي ګوند مشر شي.

نور ولولئ

نوازشریف: د نېب مشر دې ثبوت وړاندې کړي یا دې استعفی وکړي

نواز شریف: د اوسنيو عدالتي بندېزونو مثال نه لیدل کېږي

XS
SM
MD
LG