د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشریف: د نېب مشر دې ثبوت وړاندې کړي یا دې استعفی وکړي


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف د احتساب ادارې پر مشر غږ کړی چې یا خو دې پر ده لګولي تورونه ثابت کړي، که نه نو استعفا دې ورکړي.

نوموړي پرون ماښام په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې د قامي احتساب بیورو د مشر جاوېد اقبال له خوا د مې پر اتمه د خپور بیان په غبرګون کې وویل، دا د شرم خبره ده چې درې ځلې د هېواد پر وزیراعظم دا تور پورې کېږي چې ناقانونه پیسې یې هند ته په استولو سپینې کړې دي:

ده وویل، “دا تور دومره جدي او شرمناکه دی چې له پامه غورځول یې د پاکستان ټول سیاسي، جمهوري او اییني نظام له خطر سره د مخامخولو معنا لري. تور دا دی چې نواز شریف، چې درې ځلې د دې هېواد وزیراعظم منتخب شوی، تقریباً پینځه اربه ډالره یې د پیسو مینځلو طریقو له لارې له هېواده بهر وړې دي.”

شریف وویل چې د احتساب ادارې په یوه اخبار کې د ناسم خبر خپرېدو نوټس اخیستی او دی یې تورن کړی دی.

د مې پر اتمه، د احتساب ادارې په بیان کې راغلي ول چې هند ته د ۴،۹ ډالرو د لېږدولو په بهیر کې د نواز شریف د ککړتیا په اړه پلټنې پیلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG