د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزيراعظم وايي د نوازشريف بیان ناسم تعبیر شوی


د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي.
د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي.

د پاکستان وزير اعظم شاهد خاقان عباسي ويلي دي، هندي رسنیو د پخواني وزیر اعظم نواز شریف د مرکې څرګندونې ناسمې تعبیر کړې چې د خپلو ګټو لپاره یې وکاروي.

نن د نهې په ورځ وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د نوازشريف لخوا په ورکړې شوي بيان قامي اسمبلۍ غونډې ته وضاحت کولو پروخت وويل چې نوموړي په خپله مرکه کې د غېر رياستي عناصرو په باب چې کومه خبره کړې نو تشريح يې غلطه کړې شوي ده او ممبۍ حملو لپاره له پاکستانه وسله وال لېږل شوي ول نو په دې کې هېڅ قسمه حقيقت نه شته.

د نوموړي وينا وه:

(نواز شريف نه دي ويلي چې په ممبۍ کې چا حمله کړې وه او هند د دې بيان ناسمه تشريح کړې او په پاکستان کې اوس په دې خبره سياست شورو کړل شوی دی او که موږ په قامي سلامتۍ سياست کوو نو دا ډيره د افسوس خبره ده او د دې نه موږ ته ګټه نه بلکه تاوان به رسي او ځکه موږ د قامي سلامتې کمېټۍ غونډه راوبلله چې دا خبره دلته ډېره خوره شوه نو ضروري وه چې د حکومت څه دريځ پرې مخې ته راشي او د کمېټۍ په غونډه کې دا هر څه غلط وګرځول شو.)

د ذکر ده چې پخواني وزيراعظم نوازشريف د شنبې پر ورځ ډان ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ويلي ول وسله والې ډلې اوس هم فعاله دي چې ورته د غېر رياستي عناصرو نوم ورکول کېږي.

ایا دوی ته دا اجازه ورکول پکار ده چې د سرحد هغې غاړې ته د ممبۍ په ښار کې ۱۵۰ کسان ووژني؟

بلخوا اپوزيشن ګوندونو د وزيراعظم عباسي وضاحتي بيان په ردولو سره په قامي اسمبلۍ کې احتجاج وکړو.

د پاکستان تحريک انصاف پارلېماني استازي شاه محمود قرېشي وزيراعظم ته په مخاطب کېدو سره وويل چې تاسو وايۍ چې د قامي سلامتۍ کمېټۍ غونډه راوبللې شوه دا هر څه د واضحه کولو نو بيا نوازشريف د کمېټۍ اعلاميه ولې رد کړه؟

د یادونې ده چې نن د نهې په ورځ نوازشريف د احتساب عدالت ودانۍ باهر مطبوعاتو سره په خبرو کې تېره ورځ شوې د قامي سلامتۍ کمېټۍ غونډې اعلاميه په ردولو سره وويل، دا معلومول پکار دي چې ملک دې حالاتو ته چا ورسولو او د ترهګرۍ بنياد چا کېښود؟ پاکستان په نړۍ کې ېوازې کېږي نه بلکه ېواځې شوی دی.

XS
SM
MD
LG