د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مقدمو په اړه د نواز شریف شکایت پر ځای دی؟


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي ، داسې حالت جوړ کړل شوی دی چې په عدالت کې د ځان د دفاع کولو حق هم ورڅخه واخیستل شي.

نوموړي دا خبره له هغه وروسته کړې چې د پاکستان په احستاب عدالت کې د هغه دفاع کوونکي وکیل خواجه حارث د یکشنبې په ورځ له خپلې دندې لاس واخیستی.

هغه وویل، تر دومرې فشار لاندې کار نشي کولای چې د شنبې یانې رخصتۍ په ورځ به لا هم په عدالت کې وي.

نواز شریف او د هغه د ګوند مخکښان وايي ، مقدمې د نورو سیاستوالو پرضد هم شته خو دوي د یو پلان له مخې په نښه شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان هم د نواز شریف او د هغه د ګوند د مخکښانو دا اندېښنې او شکایتونه بې ځایه نه بولي.

د پاکستان پر سیاست نظر لرونکی ډاکټر اعجاز خټک وايي ، په ملک کې اوس ډېر خلک داسې ګني چې کواکې د مسلم لیګ نون د بیا واک ته رسېدو د مخنیوي هڅې روانې دي.

هغه وویل، “داسې ښکاري او ډېر خلک داسې انګېري چې د عدالت په ګډون زورورو او اصل پرېکړه کوونکو پرېکړه کړې چې نواز شریف او مسلم لیګ نواز به دې ته نه پرېږدي چې بیا واک ته ورسېږي. “

ډاکټر اعجاز خټک، وویل د عمران خان په ګډون د نواز شریف پر نورو مخالفینو هم د غلا تر څنګ یو شمېر نورې مقدمې درج دي خو هغوی ته د نواز شریف د مقدمو په څېر پاملرنه نه کېده رښتیا هم پوښتنې راپورته کوي.

د سیاسي چارو بل کارپوه طلعت مسعود هم دا خبره تایدوي چې د نواز شریف پرضد مقدمې داسې نه دي روانې لکه څنګه چې په کار وې.

نوموړي وویل، “په ټي وي چېنلونو او نور څه کې هم د عدالت په څېر خبرې روانې دي. نو له دې ښکاري چې د نواز شریف پرضد یو تعصب دی او د هغه د بدنامولو لپاره یو کمپاین دی. “

د طلعت مسعود په وینا ، دا ضروري ده چې د نواز شریف پرضد دې مقدمې وچلول شي خو یوازې د هغه پرضد نه بلکې د ټولو پرضد دې وچلول شي او داسې دې وچلولول شي چې رښتیا هم بې طرفه ښکاره شي.

ډاکټر اعجاز خټک وویل، ضروري نه ده چې د جمهوریت ضد هڅې به بریالۍ شي خو که بریالۍ شوې نو دا به ښې نه وي.

د پاکستان سپریم کورټ نواز شریف د تېر کال د جولايي پر ۲۸مه لومړی له وزیراعظمۍ لرې کړ او بیا یې د دې لپاره هم نااهله وګرځاوی چې د خپل ګوند مشري وکړي او اوس یې پرضد په احتساب عدالت کې درې نورې مقدمې روانې دي.

د سپریم کورټ چیف جسټس ثاقب نثار څو ځله په ډاګه کړې ده چې دی د نواز شریف پرضد مقدمې د چا په فشار نه بلکې له آیین سره سمې پرمخ وړي.

XS
SM
MD
LG