د لاسرسي ځای

تازه خبر

زردشت شمس: ټینګار مو دا وي چې افغان کډوال په زوره مه باسئ


د افغانستان لپاره د سويډن هېواد ځانګړي استازي لينارټ لينر د ګل پر ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د افغانستان له مرستيال سفير زردشت شمس سره وليدل.

ښاغلی شمس وايي، له دوی سره چې کله هم د بهرنيو مرستندويه هېوادونو استازي ليدنې کوي نو ټينګار يې پر دې وي چې افغان کډوال خپل هېواد ستنېدو ته بايد په زوره اړ نه کړل شي.

''که چيرته پاکستان وغواړي دغه کډوال په زوره وباسي، نو په هغه صورت کې به د افغانستان حکومت څه امادګي لري؟ پر کډوالو به د دغه اقدام اغېز څه وي؟ او د دواړو هېوادونو اړيکې به کومې خوا ته ولاړې شي؟ نو دا هغه موضوع ده چې هر کله کوم جګپوړي مقامات راځي نو د پاکستان له حکومتي چارواکو او هم له موږ سره خبرې پرې کوي. د افغانستان لپاره د سويډن ځانګړي استازي هم وويل چې د کډوالو موضوع يوه بشري مساله ده او بايد د سياست ښکار نه شي. هغه البته هيله من وو چې پاکستان به دغو ټولو موضوعاتو ته په کتو يو تصميم ونيسي.''

د پاکستان حکومت په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د راتلونکې مارچ مياشتې تر پای پورې وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه بيا روانه مياشت په جرمني کې د امنيت پر موضوع جوړ شوي يوه کنفرانس ته په وينا کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د موجوديت موضوع په يادولو سره په دغه اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې.

جنرال باجوه وويل، وسله وال د افغان کډوالو په کيمپونو کې پټيږي، او ځکه نو دوی غواړي دغه کيمپونه خالي او کډوال بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

خو په وروستيو کې نړيوالو رسنيو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له خولې په رپورټونو کې وويل، دوی فکر نه کوي په افغانستان کې يې ژوند خوندي دی او ځکه نو هلته بېرته تګ ته زړه نه ښه کوي.

يو افغان کډوال څو ورځې وړاندې رويټرز خبري اژانس ته وويل،

''چې ولاړ شو نو خو بس مرګ دی، بل څه نه شته. بره مو حکومت او لاندې دوی (وسله وال) نه پرېږدي. دلته خو که لوږه تنده ده، تېروو يې. په افغانستان کې تر وژل کېدو خو ښه ده.''

په اسلام اباد کې د افغانستان مرستيال سفير زردشت شمس د افغان کډوالو دې اندېښنو ته په اشارې وايي، دوی د سفارت په کچ له خپلو کډوالو سره په تماس کې دي او هڅه کوي چې هغوی اړ کړي چې په رضاکارانه توګه بېرته خپل هېواد ته ولاړ شي.

''موږ بايد د دوی بچيانو ته د زده کړو زمينه برابر کړو، دوی ته د صحت بنيادي اسانتياوې بايد برابرې شي، دوی ته د اوسېدو لپاره ځای پيدا شي، چې هغه يې تر ټولو مهمه ده. نو يو تعداد کډوالو ته که دغه اسانتياوې برابر شي، هغوی خپل هېواد ته بېرته ځي. يو شمېر نور بيا ښايي داسې وي چې په پاکستان کې د زياتې سرمايه ګزارۍ له وجې بېرته تګ ته زړه ښه نه کړی. هغوی وېره لري چې خپله سرمايه به له لاسه ورکړي. خو بیا هم، د دې کډوالو ۱۰۰ فيصدي خو بېرته نه شي تلای. په هر صورت، زموږ کوښښ دی چې دوی بېرته تګ ته وهڅوو، خو لازمه دا ده چې په دغه برخه کې له دوی سره هېڅ زور زياتی و نه شي.''

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې فبرورۍ مياشت پر ۱۷ مه وويل، په راتلونکو دوو کلونو کې بايد په پاکستان کې مېشت ټول افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.

رپورټونه وايي، دا مهال څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې دېره دي، چې۱.۲ میلیونه ‌یې پخواني او ۷ لاکه او ۷۰۰۰۰ يې نوي راجسټر شوي دي.

XS
SM
MD
LG