د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ولس د خپلو حقونو لپاره د جرګو پرځای مظاهرې کوي


په تېرو میاشتو کې د قبایلي سیمو خلکو د خپلو سیاسي او ټولنیزو حقونو د غوښتنو لپاره د مظاهرو یوه لړۍ پیل کړې چې پیل یې د فبرورۍ له لومړۍ څخه د پښتون تحفظ غورځنګ تر نامه لاندې په اسلام اباد کې ۱۰ ورځنۍ ناسته وه.

بلېخوا ته په میرعلی، باړې، باجوړ او نورو سیمو کې هم خلکو د خپلو حقونو لپاره یوشمېر مظاهرې کړې دي.

تر دې مخکې د قبایلي سیمو خلکو به اکثر جرګې کولې، خو ایا اوس زیات احتجاجونه کوي او که څنګه؟

د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی او د پیپلز ګوند یو مشر اخونزاده چټان وايي، په ۲۰۱۲ز کال کې د سېنېټر فاروق اېچ نایک په مشرۍ د جوړې کمېټۍ تر سپارښتنو وروسته د قبایلي سیمو ولس ته د جلسو او مظاهرو ازادي ورکړل شوه نو ځکه دا بدلون راغلی دی.

''اصل خبره داده چې مخکې موږ ته په خپلو علاقو کې په تقریر، په تحریر، په جلسو او سیاست کولو پابندي وه، اوس هغه پابندیانې نه شته کومې چې له ۲۰۱۲ ز کاله مخکې پر موږ باندې وې.''

د اخونزاده چټان په خبره مخکې به خلکو د خپلو مطالبو د منلو لپاره جرګې مرکې کولې او یا به خاموش کښېناستل خو اوس خلکو سیاسي لار غوره کړې ده چې ډېر د ستاینې وړ ګام دی. د هغه په خبره د خپلو حقونو د اخیستو لپاره د مظاهرو کول سیاسي عمل دی او دا د ولس بنیادي حق دی.

د جنوبي وزیرستان کریم مسود ایډوکېټ وایي چې قبایلي ولس د دوی په سېمو کې له اوږدې مودې راهیسې روانې بدامنۍ، پوجي اپریشنونو او کډوالۍ دې ځایې ته راورسول چې خپل حقونه د مظاهرو له لارې وغواړي.

''له تېرو لسو پنځلو کلونو راهیسې دا یوه لاوا جمع شوې وه. هره ورځ ګرځبندېز وو، د مارشلا دفعې لګېدلې، خلک کډوال شو، کورونه او دوکانونه ړنګ شول.''

د کریم محسود په خبره په دې ورستیو کې د پښتون تحفظ مومنټ لخوا شورو شوي تحریک هم په خلکو کې دا بیداري پیدا کړه چې دوی د خپلو غوښتنو لپاره د مظاهرې او پرلتونو له لارې کار اخیستلی شي.

د پاکستان یو پخوانی ډپلوماټ ایاز وزیر وایي له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د حکومت او قبایلي ولس ترمنځ د جرګې یا په نورو لارو کېدونکی تماس یا خو ځنډیدلی و او یا هم سخت کمزوری شوی وو چې له امله یې قبایل د خپلو ستونزو هوارولو لپاره د احتجاجونو او مظاهرو لار غوره کړې ده.

نوموړی زیاتوي له کله چې پوځ قبایلي سیمې ته تلی دی نو له هغې پس جرګو سر وخوړو.د ولس خبره حکومت ته نه رسېده، یوازې د هغو خلکو خبره رسېده چې له پوځي سره نېږدې ول.

د ایاز وزیر په وینا، د فاټا ولس په دې بدلون کې ټولنیزې رسنۍ هم رول لري. دی زیاتوي، مخکې چا ته دا مالومه نه وه چې په قبایلي سیمو کې څه روان دي خو اوس تر ډېره حده د ټولنیزو رسنیو له لارې په قبایلو کې د روانو چارو خبرونه رسي او د بېلا بېلو سیمو خلک یې سره نېږدې کړي چې اثرات یې خورا مثبت دي.

XS
SM
MD
LG