د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د لوګر د مس عینک پروژې په کار کې ځنډ سیاسي لاملونه لري"


سره له دې چې په افغانستان کې کمزوری اقتصاد او په ځانګړي ډول د ځوانانو بیکاري په اساسي ستونزو کې راځي، خو بیا هم افغان حکومت تر ډېره د دې هېواد د معدنونو په راسپړلو او یا د داسو په پروژو پلي کیدو کې، چې هغه اوږدمهاله اقتصادي ارزښت ولري د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

د افغانستان د نورو طبعي منابعو په شان په لوګر کې هم د مس عینک لوی کانونه چې د سیمې د هېوادونو په کچه د ښه اقتصادي ارزښت څخه برخمن دي، تر اوسه يې د راسپړلو اساسي کارونه نه دي پیل شوي.

په ولسي جرګه کې د لوګر د خلکو استازی محمداکبر ستانکزی مشال راډیو ته وايي، چې د مس عینک د پروژې د کارونو د اساسي پیلیدنې په تړاو يې له نورو وکیلانو سره یو ځای افغان ولسمشر ته پیشنهادونه کړي، خو د ځنو سیاسي لاملونو پر اساس د دې لويې ملي او اقتصادي پروژې کارونه ځنډیدلي دي.

ښاغلی اکبر ستانکزی زیاتوي:

((موږ څو، څو ځلې رییس صیب جمهور سره هم دا مساله شریکه کړې ده، ځکه چې مس عینک یوه ملي پروژه ده، د افغانستان د عوایدو پوخ تضمینونکی دی، کچیرې پدې ډول ملي پروژو کار پیل شي، کولای شو، د حکومت عادي بودجه ورځنې پوره کړو، خو متاسفانه د بعضو سیاسي ملحوظاتو له کبله دا پروژه دریدلې ده.))

ښاغلي ستانکزی وړاندې وايي، که څه هم د مس عینک د کان استخراج د MCCپه نوم یوې چنايي کمپنۍ ته نهه کاله وړاندې په قرارداد ورکړل شوی، خو تر اوسه يې هم اساسي کارونه ندي پیل شوي.

د لوګر یو تن اوسیدونکی اصیل خان احمدزی هم د مس عینک کانونو د اسخراج مساله ډېره حیاتي بولي:

((هیله مو داده چې د هېواد په سطحه د مس عینک په شان لويې پروژې هغه باید پلي او کارونه يې شروع شي، تر څو له یوې خوا ځوانانو ته د کار زمینې برابرې شي او بل لوري ته هغه کسان چې د معدنونو په برخه کې يې تحصیلات کړي هغه انجینران به هم پر کار شي او پدې سره به د افغانستان عوایدو کچه لوړه شي.))

​نوموړی د کار د ځنډ پر لاملونه بې خبري ښيي:بل لوري ته د مس عینک د کانونو د امنیتي مسایلو په تړاو ډېر کله انديښنې ښودل شوي، خو د یاد معدن د محافظتي غنډ قوماندان مل پاسوال سیدمحمد محسن(حسن زاده) وايي، چې معدن ته نږدې او معدن ته په غځیدلو لارو کې هېڅ ډول امنیتي ستونزې نشته.

((تر کومه چې پولیسو پورې اړه لري موږ په امنیتي برخه کې کومه ستونزه نلرو، دا چې د پروژې کار کله پیلیږي، هغه د لوړو مقاماتو کار دی، موږ په هغه رابطه کوم مالومات نلرو، خو اوس هم عملاً په لرغونو اثارو کار کوي، نو کله چې د لرغونو توکو د راټولو کار یوې خواته شي، د مس عینک د معدن کار هم پیلیږي.))

یاده دې وي چې په ۲۰۰۷ز کال کې د MCC په نامه له یوه چینایي شرکت سره د مس عینک کان قرارداد لاسلیک شو او ټاکل شوې وه، چې په ۲۰۱۳ز کال کې یې عملي چارې پیل شوې وای، خو د نا څرګندو لاملونو پر اساس د دې مهمې اقتصادي پروژې چارې ندي پیل شوي.

XS
SM
MD
LG