د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو کانونو د نړېدو په پېښو کې ۲۳ کان کېدونکي وژل شوي


په بلوچستان کې د سکرو کانونو د نړېدو په دوو جلا جلا پېښو کې د وژل شوو کان کېدونکي شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی.

يوه پېښه د شنبې پر ورځ له کوټې څخه ۴۵ کلومیټر لري ختیځ لور ته د مارګټ په سیمه کي شوې ده چې پکې ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او شپږ ټپيان دي.

بله پېښه په مارواړ سيمه کې شوې ده چې پکې اوه کام کېدونکي وژل شوي او درې زخميان دي.

د مرواړ کان کې يوه کارکوونکي القمود د يکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وويل چې پيښه په دريو کانونو کې رامنځ ته شوی ده .

د کانونو د خونديتوب لپاره چې حکومت څارونکي يا انسپکټران ګمارلي دي هغوي هلته نه ورځي.
ظفر علي

نوموړي وويل چې د شپې ناوخته په کان کې ګېر کارکوونکي را واېستل شول چې وروسته وژل شوي ټول کسان په اېمبولنسونو کې سوات ته وړل شوي دي.

په وژل شوو کې زياتره د سوات او شانګلې اوسېدونکي دي.

دا نه ده مالومه چې کانونه ولې نړېدلي دي.

د خيبر پښتونخوا شانګلې سره تعلق لرونکي مزدور ظفر علي مشال راډيو ته وويل چې حکومت بايد اغيزمنو کورنيو سره مرستي وکړي او د کارکونکو د ژوند خوندي کولو لپاره انتظامات وکړي.

هغه زياته کړه چې د کانونو د خونديتوب لپاره چې د حکومت له خوا کوم څارونکي يا انسپکټران ګمارل شوي دی هغوي هلته نه ورتلل.

په پاکستان کې هرکال د اسکرو د کانو په پېښو کي له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کارکونکي وژل کېږي.
پاکستان ماين لېبر فېډرېشن

بل خوا د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر میر سرفراز بګټي پېښه غندلې ده او ویلي دي چي د هغو کسانو پرضد به اقدام کوي چې د کارکوونکو د خونديتوب په برخه کې يې غفلت کړی وي.

په پاکستان کی د سکرو د کارکونکو د اتحادې پاکستان سنټرل ماین لېبرفېډریشن د راپور له مخي چي هرکال د اسکرو د کانو په پېښو کي له ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کان کېدونکي وژل کېږي.

د دې یوه لویه وجه د حکومت له لوری د کارکونکو د حفاظتي انتظاماتو کمښتبلل کېږي.

XS
SM
MD
LG