د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ او اون سرمشریزې وروستۍ تیاري روانه ده


د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون
د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

د امریکا ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ترمنځ په سینګاپور کې د سېشنبې (۱۲م جون) سرمشریزې وروستیو تیاریانو لپاره نن (دوشنبه) د دواړو هېوادونو چارواکي سره ویني.

د سپينې ماڼۍ ویاندې سارا سېنډرز ویلي، د شمالي کوریا له استازیو سره د خبرو لپاره به په فلپاین کې د امریکا سفیر د واشنګټن د پلاوي مشري کوي.

ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم د جون په ۱۰ مه دسینګاپور سېلاني ټاپو سېنتوسه ته رسېدلي دي.

دا به لومړی ځل وي چې د امریکا یو برحاله ولسمشر به د شمالي کوریا له مشر سره ویني. د راپورونو له مخې، د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې اترې به د شمالي کوریا پر اټومي وسلو او د کوریايي ټاپوزمې له اټومي وسلو پاکولو پر هڅو راڅرخي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، دا سرمشریزه د شمالي کوریا لپاره د "یو ځل" چانس وباله، خو دی یې په اړه ډېر ډاډه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG