د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړ


د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرز له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او همداراز یې د کابل او تاشکند د پروسو ملاتړ اعلان کړی.

د کابل ناستې دوهمه غونډه د فبرورۍ پر ۲۸مه او د تاشکند بهیر غونډه د مارچ په وروستیو کې شوې وه چې پکې د افغانستان پر سوله او ثبات خبرې وشوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت بېګا ماښام په یوه بیان کې ویلي، د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرز د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره ولیدل او ویې ویل چې ملګري ملتونه کولای شي چې د افغانستان او د سیمې د امنیت او ثبات په اړه لوی رول ولوبوي.

بیان زیاتوي، رباني له ګوتېرز څخه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې افغانستان د متخصصینو د کار او فعالیت لپاره زمینه برابره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG