د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: شمالي کوریا ښه اقتصادي راتلونکې لرلی شي


ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره د راتلونکې احتمالي لیدنې په اړه د پرله‎پسې پیغامونو په لړ کې په یکشنبه یو ځل بیا پر ټویټر ولیکل چې د ده په باور شمالي کوریا د اقتصادي پرمختګ ښه وړتیا لري او کولای شي له اقتصادي او مالي پلوه یوه ورځ په لوی قدرت بدل شي.

ولسمشر ټرمپ د پیغام په دوام کې لیکلي چې د شمالي کوریا مشر هم په همدې نظر دی او دا کار شونی دی.

ولسمشر ټرمپ په خپله بېګاني پیغام کې تأیید کړې چې له امریکا څخه یو پلاوی شمالي کوریا ته رسېدلی دی، څو د دې هېواد له مشر کېم جونګ اون سره د ده د سرمشرېزې مقدماتي چارې تنظیم کړي.

پرون یکشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» له‎دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړه چې د متحد ایالاتو یو پلاوی د شمالي او جنوبي کوریا په سرحدي سیمه پانمونجوم «Panmunjom» کې د پیونګ یانګ له استازو سره د دوامدارو خبرو په حال کې دی.

د راپورونو له مخې د امریکايي پلاوي مشري په جنوبي کوریا کې د متحد ایالاتو پخوانی سفیر سونګ کېم «Sung Kim» کوي.

د دې سرمشریزې پر جوړېدو د امریکا او شمالي کوریا مشرانو له څو ځلي خنډ او ځنډ وروسته موافقه وکړه.

Sung Kim سونګ کېم
Sung Kim سونګ کېم

ولسمشر ټرمپ یوازې څو ورځې مخکې په یو لیک کې ولیکل چې د شمالي کوریا له مشر سره د ده کتنه ښايي ونه‎شي، ځکه پر ټویټر د ده له خپاره شوي پیغام سره سم اوس مهال د دې لیدنې لپاره مناسب وخت نه‎دی، خو ښاغلي ټرمپ پرون وویل له ښاغلي کېم سره د ده پلان شوې غونډه به د جون په ۱۲مه- چې له مخکې د دې سرمشریزې لپاره ټاکل شوې نېټه وه، په سینګاپور کې ترسره شي.

د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه اېن هم پرون د شمالي کوریا له مشر سره له کتنې وروسته خبریالانو ته وویل، د شمالي کوریا مشر ورسره منلې ده چې له ولسمشر ټرمپ سره د جون د ۱۲مې نېټې سرمشریزه باید په بریالیتوب ترسره شي.

امریکايي چارواکو مخکې ویلي و، که شمالي کوریا له خپل اټمي پروګرام څخه لاس واخلي، نو متحدایالات به مالي مرستې ورسره وکړي او امنیتي ضمانتونه به ورته چمتو کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG