اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پرېکړه د هېواد پارلېمان د ولس له هیلو او ارمانونو سره سمه کړې او په دې اړه د افغانستان اندېښنې بېځایه دي.
د وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د جون پر اوومه په اسلام اباد کې په اوونیزه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، قبایلي اصلاحات د پاکستان کورنۍ موضوع ده او زیاته یې کړه:
((د دې له هېچا سره تعلق نشته. افغانستان ته په کار دي چې د پاکستان په معاملاتو کې دې لاسوهنه پرېږدي.))
د پاکستان قامي اسمبلۍ، سېنېټ او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۲۰۱۸ز کال د مې په وروستۍ اوونۍ کې په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو قانوني مسوده منظوره کړه او بیا د مې پر ۳۱مې ولسمشر ممنون حسین هم پر مسودې له لاسلیک سره دې ته قانوني شکل ورکړ.
د افغانستان سرحدونو، قومونو او قبایلي چارو وزارت د مې پر ۲۴مه له قامي اسمبلۍ څخه د مسودې تر منظورۍ وروسته ویلي ول، کابل دا یو اړخیزه اقدام بولي.
د قبایلي اصلاحاتو موضوع په پاکستان کې هم لانجمنه پاتې شوې. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمیعت علمای اسلام (ف) په ګډون ځېنې ګوندونه، قبایلي ټولنې او مشران دریځ لري چې په فاټا کې تر هر بدلون مخکې د هغو سیمو د ټول ولس رایه معلومول اړین دي.
په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو د قانوني مسودې منظورۍ ته که له یوې خوا ځېنو ګوندونو او ټولنو هرکلی ووایه نو بلې خوا ته یې ځېنو پر ضد مظاهرې هم وکړې.
تبصرې وګورئ (۲)
نورې تبصرې وګورئ