د لاسرسي ځای

تازه خبر

احمدزی: د قبایلي سیمې په اړه د پاکستان اقدام یو اړخیز دی


د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا ایالت کې د قبایلي سیمو ادغام د پاکستان له خوا یو اړخیز اقدام بولي او ردوي یې.

د دې وزارت معین آزادي راډیو ته وویل اسلام اباد په دې مسئله کې د قبایلو نظر نه دی پوښتلی او دا ګام یې ډیورند کرښې ته د رسمیت ورکولو د هڅو په لړ کې پورته کړی دی.

محمد یعقوب احمدزي تېره شپه آزادي راډیو ته وویل چې اسلام آباد د قبایلو د برخلیک په اړه باید له پروتوکول سره سم له افغان حکومت سره مشوره کړې وای:

"زموږ دریځ دا دی چې حق باید قبایلو او قومونو ته ورکړل شي، دا قبایل نه غواړي په نوي سیسټم کې له پښتونخوا سره یوځای شي او سیمو ته یې پوځ او پولیس راشي، بلکې غواړي په پخواني سیسټم د ازادو قبایلو په څېر خپله آزادي وساتي."

د پاکستان پارلمان پرون هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې قبایلي سیمې د شمال لوېدیځ خیبرپښتونخوا ایالت برخه کېږي.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام او د محمودخان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي ګوندونو د پارلمان په دې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG