د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تشدد کې جرګې نه شي کېدای. پي ټي اېم


د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین
د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په موجوده حالاتو کې د پخواني پارلماني غړي شاجي ګل په مشرۍ جرګې سره خبرې نه کوي.

د غورځنګ مشر محسن داوړ د نهې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې د جرګې په موجودګۍ کې پردوی بريدونه کېږي او ملګري يې نيول کيږي نو څنګه به ورسره مزاکراتو ته کيني:

محسن داوړ
محسن داوړ

''د رياست په وينا امن لښکر يا طالبان زموږ په ملګرو بريدونه او تشدد کوي. نو چې کومه جرګه مخالفه فريق پر ما له بريدونو او تشدد کولو نه شي درولی نو هغه به زموږ ترمنځ څه جوړجاړی وکړي اوبيا چې زموږ کومې غوښتنې دي نو هغه به په رياست څنګه ومني.''

د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی شاجي ګل چې ادعا کوي د حکومت په استازيتوب د پښتون ژغورنې غورځنګ سره جرګه کوي واييغورځنګ ور ته واک او اختيار نه دی ورکړی نو ځکه په دوی د بريدونو ذمه واري پر جرګه نه راځي. خو محسن داوړ وايي چې جرګې د دوی د امنيت يقيني کولو ژمنه کړې وه.

داوړ دا هم وايي چې د غورځنګ لخوا له حکومت سره د خبرو اترو لپاره جوړه ۳۱ کسیزه جرګه دې حکومت په رسميت وپېژني. او یوازې دغه ټاکلي استازي به له حکومت سره یا له نورو سرکاري جرګه والو سره خبرې کوي.

شاه جي ګل
شاه جي ګل

شاجي ګل دا هم وايي دوی لومړی د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره خبرې کول غواړي نه چې د هغو سياستوالو سره چې له دوی سره د مذاکراتو لپاره ټاکل شوي دي:

''موږ غواړو چې ړومبې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران موږ سره خبرو ته کښېنو او موږ پر دې مطمين کړي چې د دوی ټاکلې د سياسي ګوندونو د مشرانو جرګه جايزه ده نو موږ به بيا د دوی دغه د ۳۱ کسیزه جرګه په حکومت ومنو. ځکه چې دې سياسي ګوندونو د قبايلي سيمو په امن کې رول نه دی لوبولی نو څنګه اوس دوی د غورځنګ په استازيتوب له موږ سره جرګه کوي.''

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخور محسن داوړ وايي کله چې شاجي ګل له دوی سره د خبرو لپاره د ۲۲ ملکانانو جرګه جوړوله نو دوی ته یې ویلي ول یا یې پي ټي اېم مطمين کړی وو؟ نواوس يې دوی پر خپله جرګه څنګه مطمين کړي.

نوموړی وايي د هېواد په ځينو برخو کې به د دوی مظاهرې روانې وې او د اختر په درېمه ورځ به په رزمک کې جلسه هم کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو په تېرو دوو ورځو کې په اسلام اباد، پېښور، کوټه او نورو یوشمېر سيمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. هغوی په واڼه کې په اتوار ورځ پر علي وزير او پر ګڼو نورو ولسي کسانو برید د حکومت پلوه طالبانو کار وباله او په سختو ټکیو یې وغانده.

بلخوا د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر اصف غفور د جون پر څلورمه یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې علي وزیر له څو ورځو په واڼه کې وو او هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د پوځ خلاف نعرې وهلې چې د امن کمېټۍ کسانو منع کاوه او په دې خبره د دوی ترمنځ ډزې شوې دي. په دغه نښته کې لږ تر لږه دوه کسان مړه او نېږدې ۲۸ژوبل شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ماورای عدالت وژنو د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن د جوړولو، د ورکو کسانو عدالت ته وړاندې کولو، پر امنیتي پوستو د پښتنو د نه ځورولو او په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو غوښتنې کوي. بلخوا رياست وايي چې زياتره غوښتنې يې منلې دي.

اړوند موضوعات:

داوړ: که رياست حق راکړي، مذاکرات ضرور نه دي

پښتون ژغورنې غورځنګ حکومت سره خبرو لپاره د جرګې غړي اعلان کړل

پښتون ژغورنې غورځنګ: د منظور تر وینا به جلسه روانه وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي څوک دي؟

XS
SM
MD
LG