د لاسرسي ځای

تازه خبر

داوړ: که رياست حق راکړي، مذاکرات ضرور نه دي


محسن داوړ
محسن داوړ

د پاکستان په پارليمان کې د خېبر ايجنسۍ استازي، شاه جي ګل افريدي په مشرۍ يوې جرګې د می په څوارلسمه نېټه د خېبر پښتونخوا ګورنر سره ملاقات کړی دی. د شاه جي ګل په وېنا د دې ملاقات مقصد د می په شپاړسمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو سره د مذاکراتو تياری او استازي ټاکل وو.

نوموړی وايي په پرونۍ جرګه کې دا خبره وشوه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ټولې غوښتنې به اورېدل کېږي او د پوځ سره به یې خبرو ته کښېنوي. ((د خېبر پښتونخوا ګورنر او وزيراعلی سره مو خبرې وشوې. هر څه چې قانوني غوښتنې وي پر هغې به د پوځ سره خبرې کېږي او مسايل به حلېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو سره مو رابطې شوې او د مې په شپاړسمه ورسره کښېنو.))

پښتون ژغورنې غورځنګ د مې په دېارلسمه په کراچۍ کې جلسه درلوده. تر جلسې مخکې د غورځنک مشر منظور پښتين الوتکې ټکټ درې ځلې کېنسل کړی شو. د امنيتي ځواکونو د ډېرو تالاشيوو له وجې

منظور او دوو نورو ملګرو يې له اسلام اباده تر کراچۍ د سړک دولس ساعته سفر په څلوېښتو سعاتونو کې وکړ. د دې غورځنګ يو مشر محسن داوړ بيګا مشال راډيو ته وويل رياست د دې تر څنګ د دوی ډېر ځوانان نيولي هم دي نو په داسې حال کې به څه جرګې وکړي.

هغه زياته کړه بيا هم د ملګرو سره په دې اړه مشوره کوي. ((د رياست او وګړي ترمنځ جرګې نه بلکې آيين وي. موږ خبرو ته تيار يو خو د داسې چا سره يې کوو چې واک ولري او د مسايلو حل ورسره وي. موږ سره دوی پرون خبرې کړې وي نو ورته ومو ويل چې آيا زموږ د ملاتړو ځورول بندولی شئ؟ دوی سره د دې مثبت ځواب نه وو.))

پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې هغه غېب کړل شوي کسان دې پېدا او عدالتونو ته وړاندې کړل شي چې په وېنا يې امنيتي ادارو لادرکه کړي دي. همدارز قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې، کرفيو يا ګرځبنديزونه دې ختم او پر چيک پوسټونو دې خلکو سره رويه سمه شي. د پاکستان پوځ منلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې د آيين خلاف نه دي او په دير او مومندو کې یې ځيني چيک پوسټونه ځايي انتظامیې ته سپارلي دي.

XS
SM
MD
LG