د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د پښتنو پرلت د يوې مياشتې لپاره وځنډول شو


اسلام اباد کې د پرېس کلب مخ ته احتجاجي ناسته
اسلام اباد کې د پرېس کلب مخ ته احتجاجي ناسته

په اسلام اباد کې د پښتنو پرلت د يوې مياشتې لپاره وځنډول شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون نن [شنبه] اعلان وکړ چې دوی ته د حکومت لخوا په ليکلې بڼه د غوښتنو د منلو باور ورکړل شوی دی. نوموړي وويل که د دوی غوښتنې په يوه مياشت کې دننه ونه منل شوې نو يو ځل بيا به احتجاج پېلوي.

پښتون د احتجاجي ناستې ګډونوالو ته خپلې پنځه غوښتنې تکرار کړې او وې ويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د پاکستان له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره وليدل او هغه د ټولو غوښتنو د حل کولو اعلاميه په ليکلې بڼه خپره کړه او دوی ته يې وسپارل.

له پاکستاني وزيراعظم سره د پښتنو مشرانو د ليدنې اعلاميه
له پاکستاني وزيراعظم سره د پښتنو مشرانو د ليدنې اعلاميه

منظور پښتون زياته کړه چې د غورځنګ مشرانو او ځوانانو پرېکړه وکړه چې که چيرې حکومت په يوه مياشت کې دننه د دوی غوښتنې په عملي بڼه حل نکړې نو بيا به سر له ننه يوه مياشت وروسته يو ځل بيا د احتجاج لپاره راغونډېږي.

که زموږ غوښتنې په يوه مياشت کې دننه ونه منل شوې نو يو ځل بيا به احتجاج پېلوو

خو د اعلاميې په اړه ځينې پوښتنې راولاړې شوي دي. لومړی دا چې دا اعلاميه د پاکستان د وزيراعظم لخوا نه بلکې د هغه د سلاکار انجينيېر امير مقام لخوا لاسليک شوې او خپره شوې ده چې پکې ليکل شوي چې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي له مسود جرګې سره د نقيب الله مسود د وژنې په اړه ملاقات وکړ.

دويم، دا اعلاميه څلور ورځې وړاندې (د فبروري پر شپږمه نېټه) هغه وخت ليکل شوې کله چې د پښتنو مشرانو له عباسي سره وليدل.

دريم، په اعلاميه کې په ښکاره ډول د پښتنو له پنځو غوښتنو څخه يوازې د دوو ذکر شوی چې يوه يې د نقيب مسود په وژنه تورن د پوليسو پخواني افسر راو انوار نيول او بله له جنوبي وزيرستانه د ماينونو پاکول دي.

په اعلاميه کې په ښکاره ډول د پښتنو له پنځو غوښتنو څخه يوازې د دوو ذکر شوی دی

له دې ور اخوا په اعلاميه کې د درو نورو نکاتو ذکر شوی چې لومړی د جنوبي وزيرستان په مکين کې د نقيب الله مسود په نامه د کالج جوړول، دويم د جرګې ريښتوني شکايتونو ته ژر تر ژره د حل لاره ټاکل، او دريم د جرګې لخوا د وزيراعظم او نورو حکومتي چارواکو مننه او د وزيراعظم له باور ورکولو وروسته د احتجاج پای ته رسول دي.

منظور احمد پښتون د وينا پر مهال د اعلاميې کاغذ په لاس کې نيولی و او خپلو ملګرو ته يې د باور ورکولو لپاره سوګندونه پورته کړل او په ډاګه يې کړه چې له خپل قام سره يې هيڅ ډول غداري نه ده کړې او هر وخت به له دوی سره اوږه پر اوږه ولاړ وي.

احتجاجي لاريون د جنوري له ۲۶مې نېټې له بنو پېل شو چې بيا وروسته د کوهاټ او پېښور له لارو اسلام اباد ته ورسېدی

د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته د پاکستان د بېلا بېلو سيمو د پښتنو د احتجاج نن ۱۰مه ورځ وه. دوی احتجاجي لاريون د جنوري له ۲۶مې نېټې له بنو پېل کړ چې بيا وروسته د کوهاټ او پېښور له لارو اسلام اباد ته ورسېدی او د فبروري له لومړۍ نېټې يې د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته پرلت وواهه.

دوی په کراچي کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسود د قاتلانو د نیولو، د پښتنو د ماوراعدالت وژنو د عدالتي پلټنو، د لادرکه کړل شویو کسانو د موندلو، قبايلي سيمې له ماينونو پاکولو او د امنيتي ځواکونو لخوا له دوی سره د انساني برخورد غوښتنې کولې.

د پښتنو دا لاريون له هغه وروسته پېل شو کله چې په کراچي کې د نقيب الله مسود په نامه د جنوبي وزيرستان يو ځوان د جنوري پر دريمه نېټه د امنيتي ځواکونو لخوا وتښتول شو او بيا وروسته د جنوري پر ۱۳مه نېټه د ترهګر په تور د راو انوار په مشرۍ کې د پوليسو لخوا ووژل شو. له پلټنو وروسته هغه بې ګناه ثابت شو او راو انوار له خپلې دندې ليرې کړل شو چې بيا وروسته وتښتېدی او لا تر دې دمه يې د ځای ځايګي درک نشته. له دې پېښې وروسته د مسود ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې د قبايلي سيمو يو شمېر سازمانونو لاريون پېل کړ چې بيا وروسته د ټولو پښتنو په لاريون بدل شو.

XS
SM
MD
LG