د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګومل پوهنتون منظور پښتين ور پرېنښود


د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعيل خان کې ګومل پوهنتون انتظامیې منظور پښتين ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.

د ښاغلي پښتین یو ملګری بلال وایي د سېشنبې/نهې په مازيګر منظور پښتین له دوی سره د پوهنتون سیټي کېمپس ته ورتللو خو پر دروازه ولاړ ساتونکي هغه ته د ورننوتو اجازه ور نه کړه.

له ډيوه راډيو سره په خبرو کې بلال وویل چې دوی ته وروسته د پوهنتون انتظامیې یوه حکمنامه وښودله چې پکې د بندېز لګېدو امر شوی دی.

خو د پوهنتون رجسټرار ډاکټر دلنواز له ډيوه سره په خبرو کې د بندېز لګولو خبره رد کړه او زیاتويلوړپوړیو چارواکیو ورته لارښوونه کړې چې منظور پښتین دې پوهنتون ته تر تلو وړاندې اجازت واخلي او انتظاميه دې خبره کړي.

هغه وويل منظور اوس يو عام تن نه دی او که هغه بيا هم د پوهنتون په هاسټل کې له یو چا سره پاته کېدل غواړې نو بايد کوربه تن د پوهنتون انتظامیه په دې هم خبره کړي.

خو د پوهنتون د ساتونکي مشر فريدالله خان لخوا په خپور شوي امر کې پر منظور پښتین د بندېز ويل شوي دي.

منظور پښتین پينځه کاله د ګومل پوهنتون زده کوونکی او دوه کاله د قبايلي زده کوونکو د اتحاديې مشر هم پاتې شوی دی.

د منظور ملګري وايي هغه به زياتره د پوهنتون په هاسټل کې د ملګرو سره پاتې کېدو ځکه چې هغه په پوهنتون کې ډېر ملګري لري.

په منظور پښتینګومل پوهنتون ته په ورتلو بندېز په داسې حال کې لګول شوی چې نوموړی د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشري کوي، او هغه د پاکستان تر ایين لاندې په فاټا او نورو پښتني سیمو کې د امنيتي چارو ترڅنګ د بې درکه کړل شویو کسانو مالومولو او له عدالته لیرې وژنو د مخنيوي او پلټنو غوښتنې لري او په دغو غوښتنو کې په رياستي ادارو نيوکې کوي.

راپور: فضل عزیز ډېوه راډيو

XS
SM
MD
LG