فبرورۍ په اتمه نېټه په سوات کې پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په اسلام اباد کې د پښتنو ځوانانو د پرلت په ملاتړ کې یو لاریون وکړ چې پکې د سیمې ګڼو خلکو برخه واخېسته.
ګډونوالو په لاسونو کې پلېکارډونه نیولي ول او د پښتنو توکموژنې، د ترهه ګرۍ د نقیب مسید شهید او د نورو پښتنو قاتلانو خلاف پرې شعارونه لیکل شوي ول.
دغه لاریون چې د مینګورې ښار د ښاروالۍ له دفتره پیل شو او د ښار په واټونو او کوڅو کې یې د ترهګرۍ او ترهګرپالو خلاف نعرې ووهلې او په پای کې پر نشاط څلور-لاره یې ولسي غونډه وکړه.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سوات ضلع سېکرېټري خورشید خان او ډاکټر خالد محمود ویناوې وکړې.
دوی په خپلو خبرو کېوویل چې په لر او بر وطن کېد پښتنو نسل-کشي روانه ده. دوی پر چارواکو غږ وکړو چې دا کار دې بند شي. ویناوالو د نقیب مسود د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه. دوی وویل چې د پاکستان رسنۍ د پښتنو ستونزو ته ځای نه ورکوي.
خورشید خان وویل چې ډیوه او مشال راډیو هر وخت د پښتون قام اواز نړۍ ته رسولی دی.