د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او امریکا اړیکي: د څېړونکې مدیحې افضل شننه


د پاکستان او امریکا اړیکي: د څېړونکې مدیحې افضل شننه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د جنورۍ پر څلورمه امریکا پاکستان ته د پوځي مرستو د ځنډولو اعلان وکړ او ویې ویل چې تر هغو چې اسلام اباد د وسله والو پټنځایونه نه وي ختم کړي او پر ضد یې بې له توپیره عملیات نه وي کړي، دا مرستې به نه ورکوي. پاکستان په وسله والو کې د فرق او هغوی ته د پټنځایونو ورکولو تور ردوي. د امریکا دې اقدام د دواړو هېوادونو اړیکي لا ترینګلي کړي دي. پر دې موضوع مو د واشنګټن په بروکېنګز انسټیټیوټ کې د چارو له څېړونکې او د سختدریځۍ په اړه د کتاب ((پاکستان تر محاصرې لاندې)) لیکوالې مدیحې افضل سره خبرې کړې دي او ورڅخه مو پوښتلي چې پاکستان وايي، د وسله والو پر ضد بې له توپیره اقدامات کوي نو امریکا ورڅخه د لا نورو ګامونو اخیستو غوښتنه ولې کوي؟ د نوموړې بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.

XS
SM
MD
LG