د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مرستو بندولو پرېکړه به د امریکا - پاکستان ګډې موخې متاثره کړي'


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل

د امریکايي مرستو دورولو په غبرګون کې پاکستاني لوري په پام سره خپل غبرګون ښودلی. د بهرنیو چارو وزارت یې د جمعې په ورځ يو بيان کې ويلي چې پاکستان له امريکايي ادارې سره د امنيتي همکارۍ په معاملو کې په رابطه کې دی او تمه لري چې هغوی به لا نور تفصیلات ورسره شریک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې پر پاکستان د مرستو بندولو په لړ کې د امریکا پرېکړه به له وخت سره پر ګډو موخو (مشترکه اهداف) باندې خپل اغېز پرېږدي.

په بیان کې راغلي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې پاکستان زښته ډېره سرښندنه کړې، په دې جګړه کې یې په ۱۵ کلونو کې تر ۱۲۰ اربه ډالره زیات لګښت راغلی او پکار ده چې دغه قرباني یې وستایل شي.

په بیان کې هوډ ښودل شوی چې د خپلو خلکو د ژوند ژغورلو او د سیمې د پراخ ثبات لپاره به خپل ټول وس کاروي.

دغه بيان زياتوي چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان او امريکا همکاري د امريکا ملي امنیت او نړيوالې ټولنې ته نېغ په نېغه ګټه رسولې ده.

د همدې له کبله القاعده وسله واله ډله نابوده کړل شوه او د هغه وسله والو ډلو پرضد هم جنګ وشو چې له حکومتدارۍ وتلیو سیمو څخه یې ګټې پورته کولې، او دغه ډلو امن ته یو ګډ ګواښ یا خطره راڅېرمه کړی وو.

یاده دې وي، امریکايي حکومت وايي، چې د وسله والو ضد د پاکستان تر 'پرېکنده اقداماتو' کولو پورې ورته د شاوخوا یو ارب ډالرو پوځي مرستې ځنډوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورټ د زیارت پر ماښام خبري غونډې ته وویل، په دې اړه کار روان دی او اوسمهال د ځنډول شویو مرستو ارقام نه شي ورکولای.

دې وویل، ''تر هغو چې پاکستاني حکومت د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد پرېکنده ګامونه نه وي اخیستي، امریکا به پاکستان ته د امنیتي مرستو ورکړه وځنډوي.'' دې وویل، طالبان او حقاني شبکه ''سیمه بې ثباته کوي او امریکايي پوځیان په نښه کوي.''

امریکا، پاکستان ته د شاوخوا یو ارب ډالرو امنیتي مرستې وځنډولې

پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر

"پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخې لوبه کوي"

په ۲۰۰۱ز کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې له پیل راهیسې امریکا پاکستان ته د نړیوال اېتلاف د ملاتړ په نوم پیسې ورکوي. دا پیسې په هغه هېواد کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو په بدل کې ورکول کېږي چې واشنګټن یې د ځنډولو اعلان وکړ.

د دې په خبره، امریکا څو میاشتې له پاکستان سره خبرې وکړې خو بیا هم وسله والې ډلې په هغه هېواد کې پټنځایونه لري:

ولسمشر [ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال په اګست کې د جنوبي اسیا په اړه تګلاره اعلان کړه. هغه سپینه کړې وه چې که یو هېواد هغو وسله والو او ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي چې امریکايي پوځیان او چارواکي په نښه کوي، نو ورسره ملګرتیا دوام نشي موندلای. د ولسمشر له وینا راهیسې له څلورو زیاتې میاشتې تېرې شوې او د پاکستان له حکومت سره [زموږ] د لوړپوړو رابطو او خبرو باوجود، طالبان او حقاني شبکه د پاکستان دننه پټنځایونه لري او له هغه ځایه د افغانستان د بې ثباته کولو پلان جوړوي او پر امریکايي او اېتلافي سرتېرو بریدونه هم کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټرک ایوانز بېګا وویل، د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په مشرۍ د اېتلاف په نوم پاکستان ته ورکول کېدونکي شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالره یې ځنډولې دي.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټوېټر په یوه بیان کې ویلي ول چې هېواد یې پاکستان ته ۳۳ اربه ډالره ورکړي خو اسلام اباد هغو وسله والو ته پټنځایونه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت کوي.

ټرمپ په خپل بیان کې پر پاکستان د مرستو بندولو ګواښ کړی وو.

XS
SM
MD
LG