د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر پوځي مرستو ځنډولو وروسته امریکا، پاکستاني اقدامات څاري


پاکستان د کراچۍ - تورخم او کراچۍ - چمن لار پخوا هم تړلې وه
پاکستان د کراچۍ - تورخم او کراچۍ - چمن لار پخوا هم تړلې وه

پراګ - د فرانسې خبري اژانس لیکي، د واشنګټن له لوري اسلام اباد ته د پوځي مرستو تر ځنډولو وروسته د امریکا د دفاع وزارت چارواکي، د پاکستان راتلونکي اقدامات څاري.

د زیارت پر ماښام امریکا اعلان وکړ چې د افغان طالبانو او حقاني شبکې پر ضد تر ((پرېکنده اقدام)) کولو پورې پاکستان ته د شاوخوا دوه اربه ډالرو امنیتي مرستې ځنډوي.

اژانس کاږي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت دې کار پاکستاني چارواکي غوسه کړي چې پکې ځېنو یې د ځوابي اقداماتو غوښتنه کړې چې که داسې وشي، د وسله والو ضد امریکايي هڅې اغېزمنېدای شي.

د اژانس په خبره، تر ټولو لویه ستونزه به دا وي چې پاکستان له افغانستان سره پوله وتړي او له وجې یې هغه هېواد ته د خوړو او نورو شیانو ټرانسپورټ بند شي.

امریکايي چارواکو اژانس ته ټینګار کړی چې تر اوسه د داسې اقدام شواهد نه لري.

پر ۲۰۱۱ز کال د پاکستان په اېبټ اباد کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژنې وروسته، اسلام اباد په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو اېتلاف ته د سامان رسولو لارې تړلې وې.

'دا ځل د پاکستان پر وړاندې د امریکا په رویه کې سختي لیدل کېږي'

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي د امنیتي وجوهاتو له کبله دا نه وايي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته څومره سامان وړي، خو افغان ځواکونه د پاکستان پر لارې تکیه دي او امریکا هم د کم لښګت له وجې دا لار خوښوي.

د پاکستان اپوزیشن سیاستوال عمران خان او ځېنو نورو ګوندونو له حکومته د لارو تړلو غوښتنه کړې. ده په یوه بیان کې ویلي، امریکا ته د ((سخت غبرګون)) ښودو وخت راغلی او ((وړیا)) لارې دې وتړل شي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمز میټېس د خالي پر ورځ وویل، که پاکستان، امریکا ته د زیات ګواښ پېښوونکو وسله والو پر ضد سم اقدام وکړي نو واشنګټن به له اسلام اباد سره کار ته دوام ورکړي او پوځي مرستې به هم بحالې کړي.

ده خبریالانو ته وویل، داسې هېڅ نښې نه ویني چې پاکستان به ځمکنۍ یا فضايي لارې وتړي.

پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:54 0:00

د امریکا په جارجټاون پوهنتون کې د جنوبي اسیا د چارو پوهه کرېسټین فېیر اژانس ته ویلي، د ولسمشر ټرمپ حکومت وار له مخه پلان تیار کړی دی چې له پاکستانه څه تمې لري او که اسلام اباد لارې وتړي نو بیا څه اقدامات کولای شي.

د فرانسې خبري اژانس زیاتوي چې قرغیزستان د امریکا پوځي کارکوونکو لپاره د سامانونو وړلو مهم ځای وو خو امریکا هلته هېڅ هوايي اډه نه لري او له روسیې سره د خرابو اړیکو له کبله د منځنۍ اسیا د هېوادونو په فضا کې پروازونه ښايي ډېر باوري نه وي.

XS
SM
MD
LG