د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانیان ولې مظاهرې کوي؟ پایلې یې څه کېدای شي؟


مردو سوغم د ازادې اروپا د راډیو د ایرانۍ، افغان او مشال څانګو مشر دی
مردو سوغم د ازادې اروپا د راډیو د ایرانۍ، افغان او مشال څانګو مشر دی

پراګ - پر یکشنبه هم د ایران په یو شمېر ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرې روانې وې. په دې مظاهرو کې د تاوتریخوالي پېښې او له پولیسو سره نښتې هم شوې دي. امنیتي ځواکونو په یو شمېر ښارونو کې د احتجاجونو د مخنیوي اقدامات کړي او د سخت غبرګون خبرداری یې ورکړی.

​پر دې موضوع مې د ازادې اروپا د ایرانۍ، افغان او مشال څانګو له مشر مردو سوغم سره خبرې کړې دي.

په تهران کې هم ګڼو خلکو په مظاهرو کې ګډون وکړ
په تهران کې هم ګڼو خلکو په مظاهرو کې ګډون وکړ
مشال راډيو: ایا په ایران کې یوازې ګرانۍ ضد مظاهرې روانې دي که نه خلک د رژیم پر نورو تګلارو هم د غبرګون لپاره کوڅو ته وتلي دي؟

مردو سوغم: هو لومړی مظاهرې د قیمتونو د لوړېدو په غبرګون پیل شوې. خو چې دا مظاهرې تر نورو ښارونو وغځېدې نو تاسې پکې اوس د رژیم ضد او د نظام ضد نعرې هم اورئ. مظاهره کوونکي د ملایانو د واکمنۍ او ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ضد نعرې هم وهي. اصلاً خلک محسوسوي چې د هېواد اقتصاد هېڅ راتلونکې نه لري، هېواد یې پر سم لوري نه دی روان او بچي یې هم هېڅ مستقبل نه لري.

د هېواد د ایت الله ګانو تر واک لاندې مذهبي ادارې او انقلاب ساتونکي دواړه خپل سیاسي طاقت کاروي او د اقتصاد لویه برخه یې په کنټرول کې ده. هغوی هېچا ته حساب نه ورکوي.
مردو سوغم
مشال راډیو: تاسې وایاست چې د هېواد اقتصاد هېڅ راتلونکې نه لري. په ۲۰۱۵ز کال کې له نړیوالو ځواکمنو هېوادونو سره تر اټومي توافق وروسته، پر ایران لګېدلي بندیزونه نرم شول، پر دې سربېره اقتصادي حالت ولې ښه نه شو؟

مردو سوغم: اقتصاد ځکه وده نه کوي چې دا اساساً په ناسم ډول جوړ شوی. د ایران اقتصاد نه په بشپړه توګه سرمایه دارانه دی او نه هم د دولت له انتظام سره چلېږي. دا اقتصاد د دواړو نظامونو بدترینه بېلګه ده. حکومت، بې کفایته صنعتونو ته ډېرې زیاتې پیسې، مرستې او رعایتونه ورکوي. دا صنعتونه دومره کمزوري دي چې خپلو کارکوونکو ته باقاعده تنخا هم نشي ورکولای. بل، هلته ډېره درغلي کېږي. د هېواد د ایت الله ګانو تر واک لاندې مذهبي ادارې او انقلاب ساتونکي دواړه خپل سیاسي طاقت کاروي او د اقتصاد لویه برخه یې په کنټرول کې ده. هغوی هېچا ته حساب نه ورکوي. هېڅوک نه دي خبر چې هغوی څومره ګټه کوي، چېرې یې استعمالوي. له دې سره، ایران په سیمه لکه عراق، شام او یمن کې د خپلو تګلارو او سیاستونو د عملي کولو لپاره هم ډېرې پیسې استعمالوي. نو خلک ډېر غوسه دي.))

که دا مظاهرې روانې وي نو دا د رژیم لپاره بد خبر دی ځکه چې د حکومت لپاره دا ډېره ګرانه ده چې ۱۰ یا ۱۲ ښارونه کنټرول کړي.
مشال راډیو: په ۲۰۰۹ز کال کې د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو له کبله لویې مظاهرې شوې وې. ایا اوسنۍ هغه د ۲۰۰۹ له مظاهرو سره پرتله کولای شو؟ دا څومره لویې مظاهرې دي او نتیجې یې څه کېدای شي؟

مردو سوغم: بالکل یې پرتله کولای شو. خو په دواړو مظاهرو کې یو لوی فرق دا دی چې دا ځل احتجاجونه د پلازمېنې تهران پر ځای له نورو ښارونو څخه پیل شول او دا ځل مظاهرې په جغرافیايي توګه د ۲۰۰۹ز کال له هغو زیاتې لویې دي. هغه وخت د مظاهرو مرکز تهران وو. که د تېرو درو ورځو په څېر دا مظاهرې روانې وي نو دا د رژیم لپاره بد خبر دی ځکه چې د حکومت لپاره دا ډېره ګرانه ده چې ۱۰ یا ۱۲ ښارونه کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG