د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني حکومت تر مظاهرو وروسته ټولنیزې شبکې تړلې دي


پراګ - ایرانیو چارواکو په هېواد کې هغه ټولنیزې انټرنیټي شبکې تړلې دي چې د حکومت ضد مظاهره کوونکو د غونډولو لپاره کارېدلې.

د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې پر څلورمه ورځ هم روانې وې.

د اتوار پر ورځ د انسټاګرام او ټېلېګرام کارکوونکو شبکو ته لاسرسی نه لاره.

په ایران کې دواړه اپليکېشنونه مشهور دي او منتظمینو مظاهرو ته د خلکو وربللو لپاره کارول.

د ټېلېګرام مشر پاوېل دوروف پر ټوېټر لیکلي، ((ایرانیو چارواکو ټېلېګرام ته رسايي تر هغې وروسته تړلې چې موږ د صدای مردم په ګډون د نورو سوله ییزو مظاهره کوونکو د چینلونو له تړلو انکار وکړ.))

صدای مردم د امد نیوز په نوم د یو بل چینل پر ځای جوړ شوی وو چې د مخابراتو وزیر محمد جواد ازري تر شکایت وررسېدو وروسته، د شنبې یا خالي پر ورځ بند کړ. ادم نیوز چینل ۱۳ لاکه غړي لرل.

ایراني وګړي په هېواد کې د ورځني استعمال او خوراکي شیانو د بیو زیاتولي پر ضد کوڅو ته وتلي او امنیتي چارواکو خبرداری کړی چې ((سخت غبرګون)) به وښيي.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه په ایران کې مظاهرې پیل شوې چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د هغه هېواد تر ټولو لویې هغه دي چې چارواکو ته یې جدي چیلېنج ورپېښ کړی دی.

په ۲۰۰۹ز کال کې د هغه وخت د ولسمشر محمود احمدي نژاد د لانجمنو ولسمشریزو انتخاباتو د نتیجو له کبله هم لویې مظاهرې شوې وې.

د ایران د مظاهرو پایلې څه کېدای شي؟

روحاني د ۲۰۱۷ز کال په مې کې بیا ولسمشر وټاکل شو. ده په کیمپېن کې د بیان د ازادۍ او د خلکو د غونډو کولو د حقونو د ضمانت ژمنه کړې وه.

د ډېسېمبر پر ۲۸مه په ایران کې مظاهرې پیل شوې چې له ۲۰۰۹ز کال راهیسې د هغه هېواد تر ټولو لویې هغه دي چې چارواکو ته یې جدي چیلېنج ورپېښ کړی دی.

د ایران نیمه دولتي خبري اژانس مهر د اتوار پر ورځ د لورستان د مرستیال والي حبیب الله خجسته پور له خولې ویلي، په غربي وړوکي ښار درود کې د خلکو په ((ناقانونه مجمعې)) کې ((دوه ګران درودي وګړي وژل شوي دي.))

نوموړي وروسته پر دولتي ټېلېوېژن په وینا کې وویل، ((پولیسو او امنیتي ځواکونو پر مظاهره کوونکو ډزې نه دي کړې.))

ده د ایران د ۱۹۷۹ز کال اسلامي انقلاب ته په اشاره وویل، ((په نښته کې)) یې ((د انقلاب د دښمنانو، تکفیري ډلو او بهرنیو اېجنټانو یا جاسوسانو)) د موجودیت ((ثبوت)) موندلی دی.

په ایران کې د تکفیري لفظ یا ویی د سني وسله والو، په ځانګړي ډول د اسلامي دولت ډلې لپاره کارول کېږي.

خو پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې دوه ځوانان ښودل شوي چې بلوه ضد پولیسو وژلي ول.

مشال راډیو په ازادانه ډول د دې ویډیو د کره والي تصدیق نشي کولای خو امریکا غږ ويبپاڼې ویلي دي چې وژل شوي حمزه لشني او حسین رېشنو نومېږي.

امریکا غږ وايي، د پارسي سروېس یوه خبریال د وژل شویو له کورنیو سره خبرې کړې دي.

په ویډیو کې یوه مظاهره کوونکي وویل، ((زه به هغه څوک ووژنم چې زما ورور یې وژلی.))

د دې په ځواب کې، دولتي رسنیو د کورنیو چارو د وزیر عبدالرضا رحماني – فضلي له خولې ویلي، ((څوک چې ولسي ملکیت ته تاوان رسوي، د قانون او نظم سرغړونه کوي او ناکراري پیدا کوي، د خپلو کړنو ذمه واره دی او باید یې نتیجې وګالي.))

په عین وخت کې دولتي ټېلېوېژن ویلي، د هېواد په شاوخوا ۱۲۰۰ ښارونو، وړو ښارونو او کلیو کې حکومت پلوه مظاهرې شوې دي.

خو په حکومت ضد مظاهرو کې سلګونه خلکو ګډون کړی او د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر ضد یې نعرې وهلې دي.

ځېنو خلکو د هېواد د بهرنیو تګلارو لکه د شامي ولسمشر بشار الاسد د ملاتړ هغې، پر ضد هم نعرې ووهلې.

رپورټونه وايي، پارېدلو خلکو حکومتي ودانیو او د پولیسو ګاډو ته اور واچاوه.

ستر مذهبيپه حکومت ضد مظاهرو کې سلګونه خلکو ګډون کړی او د مشر ایت الله علي خامنه يي پر ضد یې نعرې وهلې دي.
ستر مذهبيپه حکومت ضد مظاهرو کې سلګونه خلکو ګډون کړی او د مشر ایت الله علي خامنه يي پر ضد یې نعرې وهلې دي.

ځېنې ویډیوګانې ښيي چې په تهران پوهنتون کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې شوې دي او پولیسو پر هغوی اوښکې بهوونکی ګیس پاشلی.

په ایران کې د بشري حقونو نیویارک مېشته مرکز ویلي، حکومت د ایرانیانو لپاره د انټرنیټ کارول ګران کړي دي.

دې مرکز پر ټوېټر لیکلي چې ((معنا دا چې د ایران لوی اکثریت د موبایل اپلیکېشنو او ووبپاڼو ته رسايي نه لري.))

امریکا په مظاهرو کې د لسګونه کسانو د نیولو غندنه کړې.

ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، د ایرانیو وګړو د سوله ییزو مظاهرو رپورټونه ښيي چې هغوی د رژیم ((له اداري فساده او د هېواد شتمنۍ بهر د ترهګرۍ د تمویل لپاره پر لګولو تنګ شوي دي.))

امریکايي سېنېټر جان مککېن هم پر ټوېټر ویلي، تر ((اوږدې مودې ایراني حکومت ولس ځپلی دی.))

د ده په خبره، ایرانی حکومت ((د خپل ولس پر ځای، بهر د بې ثباتۍ پیدا کولو ته زیاته توجه ورکوي.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG