د لاسرسي ځای

تازه خبر

له وفاقي حکومت د تری تم کسانو ځواب وغوښتل شو


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د جنورۍ په لومړيو کې په يوه اونۍ کې دننه د بشري حقونو پنځه فعالان تری تم کړل شوی ول. د هغو فعالانو د خوشېکولو لپاره مدني ټولنو او نورو سياسي ګوندونو مظاهري هم کړې وې او ځېنو پکې د استخباراتي ادارو د لاسوهنې تورونه هم لګولي ول. خو د کورنيو چارو وفاقي وزير دا خبرې ردوي.

د پاکستان بشري حقونو قامي کمېشن د کورنيو چارو له وزارته غوښتي ول چې د جنورۍ تر وروستیو دې د دغو فعالانو په اړه رپورټ جمع کړي، خو په سېنېټ کې د بشري حقونو کمېټۍ ويلي که چېرې حکومت سم ځواب جمع نه کړ نو په اېوان کې به قرارداد وړاندې کړي.

د پاکستان په ايوان بالا (سېنېټ) کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشرې ويلي که چېرې د پنځو تري تم کړل شويو کسانو په اړه حکومت ورته تسلي بخش ځواب ورنه کړ نو په سېنېټ کې به په راتلونکې اونۍ کې قرارداد وړاندې کوي.

په سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشري نسرين جليل د جمعې ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل د سېنېټ کمېټۍ پوليسو ته ويلي چې له استخباراتي اداروپه خپله پوښتنه وکړي چې په دې خبرو کې څومره صادقت دی چې د بشري حقونو فعالان له دوی سره نه دي. نسرين جليل وويل چې دوه اونۍ وړاندې د کورنيو چارو وزير ژمنه کړې وه چې هغه کسان به بازياب کړل شي، خو داسي ونه شو.

"موږ دوی ته وخت ورکړی دی. يوې اونۍ وروسته به ځواب راکړي او که چېرې ځواب يې رانه کړو نو د سېنېټ راتلونکې غونډه کې به په قاعده توګه د قرارداد له لارې د حکومتي ګامونو په اړه بې باوري ښکاره کړي."

سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشره
سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشره

د دوی په خبره په پاکستان کې د سائبر قانون ترڅنګ نور قوانين موجود دي او که چېرې د بشري حقونو تری تم کړل شويو فعالانو څه جرم کړی وي نو د هغو قوانينو لاندې ورته سزا ورکړل شي نه چې وتښتول شي.

"تاسو هغه خلک عدالت ته وړاندې کړي نه چې غایب يې کړي. دا د زغم وړ خبره نه ده. دا د اظهار رايې پرضد ده. دا په ائين کې د بشري حقونو منافي خبره ده."

په اسلام اباد کې د جنورۍ په لومړيو کې د بشري حقونو پنځه فعالان تري تم کړل شوی ول. په دې کې د بشري حقونو فعال او شاعر پروفیسر سلمان حیدر له اسلام اباده د جمعې له شپې راهيسې لادرکه دی. د جنورۍ پر څلورمه عاصم سعید او وقاص ګورایا د تېر خالي په ورځ احمد رضا نصیر چې په ټولنیزو رسنیو فعاله وو او د مدني ټولني ثمر عباس، ورک دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر شېر محمد وايي چې حکومت لویې لويې دعوې کوي خو عمل پرې نه کوي او ولس ته تحفظ ورکول د حکومت ذمه واري ده.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر شېر محمد
د پاکستان بشري حقونو کمېشن د خيبر پښتونخوا څانګې مشر شېر محمد

"که رياست ککړ دی او که نه دی، خو دا بوج او ذمه واري د رياست ده، چې د هر يو وګړي تحفظ يقيني کړي. پنځه کسان چې ښه سياسي خلک د سوچ فکرواله او تعليميافته کسان ورکېږي، نو عام وګړي به څه کوي. بيا دا ائين څه لپاره دي. حکومتونه څه لپاره دي. دا د حکومت ناکامي ده."

بلخوا په کراچۍ کې هم د تري تم کړل شويو فعالانو د راخوشېکولو لپاره يو شمير تنظیمونو اواز پورته کړی دی. په دې کې د نېشنل ټرېډ يونين فېډريشن مظاهري هم کړې وې د فيډريشن مرکزي اطلاعاتو سېکرېټری مشتاق علي شاه وايي چې له حکومتي ګامونو څخه مطمعين نه دی بلکې د هغو فعالانو پرضد ناوړه پروپاګنده هم شورو کړل شوې ده چې د منلو وړ نه ده.

ده وويل: "دغه کسان بايد په حفاظت سره راخوشې کړل شي، بلکې د ورک کولو لړۍ هم بنده کړل شي. د دې ترڅنګ د سياسي کارکنانو پرضد د ترهګرۍ ضد عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي بايد دا هم ختمه کړل شي."

بلخوا اسلام اباد های کورټ د تري تم کړل شويو کسانو مقدمې اورېدنې پرمهال د کورنو چارو له وزارته، ای اېس ای او پوليسو ته نوټیس ورکړی چې د فرورۍ تر درېيمې نېټې پورې ځواب جمع کړي. تر دې وړاندې د کورنيو چارو وفاقي وزير چودري نثار علي خان د سېنېټ غونډې ته د بې درکه کړل شویو کسانو په اړه څرګندونو کې ويلي ول حکومت نه خو د خپل ولس د بې درکه کولو په پالیسۍ عمل کوي او نه به دا برداشتوي.

XS
SM
MD
LG