د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوشي شوي فعالان چا او ولې غيب کړي وو؟


د پنځوو لادرکه فعالانو لپاره ډېرې مظاهرې شوې وي
د پنځوو لادرکه فعالانو لپاره ډېرې مظاهرې شوې وي

پاکستان کې د جنورۍ په لومړيوو کې هغه پنځه غيب کړل شوي فعالان خوشي شوي دي چې په دولتي پاليسيوو د نيوکو لپاره پيژندل کېدل. تر اوسه معلومه نه ده چې دا کسان چا نيولي وو او د کومو شرايطو له مخې بېرته راخوشي شول.

سلمان حيدر، عاصم سعید، وقاص ګورایا، احمد رضا او ثمر عباس څه موده وړاندې غيب کړل شوي وو. د فاطمه جناح پوهنتون استاد او پر ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل میډیا فعال سلمان حېدر ورور ذیشان حېدر نن مشال ریډیو ته وویل چې ورور يې جوړ او خوندی دی خو نوموړي د هغه د غيبېدو په اړه نور معلومات ورنه کړل.

تر اوسه د پاتو څلورو تري تم کړل شویو فعالانو کورنیو رسنیو ته د هغوی د خوشې کېدو او کور ته د رسېدو تاييد نه دی کړی. پاکستاني مطبوعاتو د پوليسو له خولې ليکلي چې پنځه واړه غيب کړل شوي کسان خوشي شوي دي خو دا يې نه دي ويلي چې دغه فعالان چا او ولې بيولي وو.

په دې مسله کې د امنيتي ادارو مبيينه ښکېلتيا د دې سبب کيږي چې ډير خلک پر دې مسله بحث نه کوي
مدني فعالان

د دې فعالانو د خوشې کولو لپاره مدني ټولنو او نورو سياسي ګوندونو مظاهرې هم کړې وي او ځينو پکې د استخباراتي ادارو د لاس وهنې تورونه هم لګولي وو خو د کورنيو چارو وفاقي وزير دا خبرې رد کړې وي.

د پاکستان بشري حقونو قامي کمېشن د کورنيو چارو له وزارته غوښتي وو چې د جنورۍ تر وروستیوو دې د دغو فعالانو په اړه رپورټ جمع کړي. بلخوا د پاکستان په سېنېټ کې د بشري حقونو د کمېټۍ مشري نسرين جليل د جمعې په ورځ له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل: ((د سېنېټ د انساني حقونو کمېټۍ پوليسو ته ويلي چې له استخباراتي ادارو پوښتنه وکړي چې په دې خبرو کې څومره صداقت دی چې د بشري حقونو فعالان له دوی سره نشته؟))

د وقاص ګورايا مېرمن مېشا سيد له خبري کنفرنس وروسته ژاړي
د وقاص ګورايا مېرمن مېشا سيد له خبري کنفرنس وروسته ژاړي

تر دې مخکې هم د بشري حقونو ځيني فعالان له څه مودې تری تم کېدو وروسته خوشي شوي. خو دوی د خپلو تښتوونکو او تښتول کېدو د لاملونو په اړه له څه ويلوو ډډه کړي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې د دې خاموشۍ وجه د امنيتي ادارو فشار دی. اسلام اباد کې د بشري حقونو يو فعال جبران ناصر مشال ريډيو سره خبرو کې وويل چې که تښتول شوي کسان د وېرې له وجې په دې اړه خبرې نه شي کولی نو سياسي ګوندونه او نور مدني فعالان بايد په دې اړه پوښتنې راپورته کړي. هغه زياتوی: ((زه خو په دې خبره باور لرم چې د چا څوک غيب کړل شوی وي نو هغه کورنۍ دې نه ويريږي. که ته په قانوني ډول پر حقه يې نو بيا بايد له چا ونه ويريږي.))

د ناصر په خبره په ټولنيزو مطبوعاتو کې پر دې موضوع ډير بحثونه وشول او د همدې فشار په پايله کې دا پنځه کسان راخوشي شول.

اسلام اباد کې يو مدني فعال سفير الله نن مشال ريډيو ته وويل: ((دا اوس چې کوم کسان خوشي شوي دي، د دوی مشکلات ختم نه دی. دوی لپاره به ډير خطرونه وي. يوازينۍ لار چې دوی یې لري هغه په کوم بل هيواد کې پناه اخيستل دي ځکه چې دلته به دوی هيڅکله خوندي نه وي.))

ويډیو: د سلمان حيدر يو شعر

XS
SM
MD
LG