د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان دې د کسانو تری تم کولو لړۍ پای ته ورسوي: کمېسيون


پاکستان کې د بشري حقونو مبارزه کوونکي د کسانو د تری تم کولو په ضد مظاهره کوي چې مېرمن امنه مسعود جنجوعه یې په سر کې ده
پاکستان کې د بشري حقونو مبارزه کوونکي د کسانو د تری تم کولو په ضد مظاهره کوي چې مېرمن امنه مسعود جنجوعه یې په سر کې ده

د حقوق پوهانو نړیوال کمېسیون پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د کسانو د ورکولو لړۍ پای ته ورسوي او په دې کار کې ککړ کسان دې د قانون منګولو ته وسپاري. دې کمېسیون په جنوبي اسیا کې د تښتولو یا ورکو شویو کسانو په اړه په خپل تازه کلني رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې د بې درکه شویو کسانو شمېر له ۱۸،۰۰۰ اوښتی دی. دا رپورټ د اګست د ۳۰مې نېټې په تړاو خپور شوی چې په زوره د ورکو شوو يا تری تم کړل شوو کسانو نړيوالې ورځې سره سمون خوري.

بلوچستان کې له ۲۰۰۰م کال راهيسې ۳۵۰۰۰ کسان تری تم کړل شوي دي

په بلوچستان کې د لاردکه کړل شوو کسانو د راخوشي کولو لپاره غږ پورته کوونکي سازمان ((وايس فار بلوچ ميسنګ پرسنز)) مرستيال مشر ماما عبدالقدير بلوڅ ادعا کوي، چې په بلوچستان صوبه کې له ۲۰۰۰م کال څخه تر ۲۰۱۳م کال پورې ۱۸۰۰۰ بلوڅان لادرکه کړل شوي ول خو په ۲۰۱۷م کال کې دا شمېره ۳۵۰۰۰ ته رسېدلې ده.

((په بې درکه شوو کسانو کې د ۷۰ کالو د عمر خلک هم شته، د ۲۵ کالو هم شته او د ۱۲ کالو د عمر شته خو اوس هم عمليات روان دي او خلک بې درکه کېږي.))

ماما عبدالقدير بلوڅ په کوټه ښار کې احتجاجي کېمپ کې ناست دی
ماما عبدالقدير بلوڅ په کوټه ښار کې احتجاجي کېمپ کې ناست دی

نوموړی زياتوي چې د ۳۵۰۰۰ کسانو له جملې څخه ۸۰۰۰ وژل شوي دي چې په هغوی کې د ۴۰۰۰ خراب شوي مړي موندل شوي او پاتې ۴۰۰۰ د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

ماما قدير بلوڅ وايي، که څه هم امنيتي ادارو چندان عمل نه پر کاوه خو د پاکستان سپريم کورټ درې کاله وړاندې د تری تم کړل شوو کسانو په اړه اورېدنې کولې چې اوس يې هغه پرېښې دي او د حکومت لخوا يو ځانګړی کمېسيون د بې درکه کړل شوو کسانو د موندلو لپاره کار کوي.

د پلټنو دغه ځانګړي کمېسيون اوسمهال د وخت نه لرلو له کبله له خبرو کولو ډډه وکړه خو پر وېبپاڼه يې په خپاره شوو معلوماتو کې ويل شوي چې د ۲۰۱۷م کال تر جولای مياشتې له دوی سره د ۴۱۱۳ لادرکه شوو کسانو کېسونه درج کړل شوي ول چې د مياشتې تر پايه د ۲۸۵۷ درک لګېدلی او پاتې ۱۲۵۶ يې لا هم ورک دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو د دفاع لپاره کارکوونکي غېر سرکاري تنظيم ((ډيفنس اف هيومن رايټس)) مشره امنه مسعود جنجوعه وايي چې له دوی سره د ۸۰۰۰ داسې کسانو نوملړ شته چې هغوی يو ځل لادرکه کړل شوي دي.

په سپريم کورټ او های کورټونو کې د لادرکه کسانو سلګونه کېسونه د ځنډ ښکار دي

د نوموړې په خبره دا وخت پر های کورټونو سربېره يوازې په سپريم کورټ کې د ۷۵۴ لادرکه کړل شوو کسانو کېسونه د ځنډ ښکار دي چې د دوی د تنظيم لخوا جمع کړل شوي ول. د نوموړې خپل خاوند هم ۱۲ کاله وړاندې لادرکه کړل شوی چې تر اوسه يې درک نشته.

د مېرمن جنجوعې په خبره سپريم کورټ هم اوس د پخوا په شان د لادرکه کړل شوو کسانو پر کېسونو غوږ نه ګروي او نور لومړيتوبونه لري.

((زموږ يوازينۍ تکيه پر سپريم کورټ وه، هغه هيله هم اوس پاتې نه شوه. موږ اوس څه وکړو او چيرته لاړ شو؟))

مېرمن جنجوعې تور پورې کړ چې کله د بشري حقونو خبره راشي نو د سپريم کورټ هغه ((بهادره قاضيان)) پر شا شي او ((دوه ګونه معيار)) خپل کړي.

بلخوا د پاکستان د بشري حقونو کميسون مرستيال مشر کامران عارف وايي، چې د پاکستان حکومت د سپريم کورټ او ځانګړي کمېسيون پر پرېکړو عمل نه کوي.

((زموږ يوازينۍ غوښتنه دا وه چې حکومت دې د سپريم کورټ او کمېسيون پر سپارښتنو عمل وکړي خو تر اوسه هغه نه دی شوی.))

که څه هم د حقوق پوهانو د نړيوال کمېسيون په راپور کې ليکل شوي چې د پاکستان له قبايلي سيمو، خېبر پښتونخوا او سيند صوبو څخه خلک په زوره تر تم کړل شوي دي خو تر ټولو زياته شمېره يې په بلوچستان کې ده.

نه صوبايي او نه هم مرکزي امنيتي ادارې د خلکو په لادرکه کولو کې لاس لري

د بلوچستان صوبايي حکومت وياند انوارلحق کاکړ د صوبايي او مرکزي امنيتي ادارو لخوا په زوره د خلکو پورته کول ردوي او وايي چې له ترهګرۍ ضد قانون سره سم امنيتي ادارې مشکوک کسان تر ۹۰ ورځو له ځان سره ساتلای شي او له هغه وروسته يې قانوني ادارو ته سپاري. نوموړی زياتوي، حکومت ډېره جدي لارښوونه کړې چې هيڅ کس بايد د خلکو په تری تم کولو کې ککړ ونه اوسي او چا داسې وکړل نو د هغه په ضد کاروايي کوي.

((پلټنې شوي دي خو په هغوی کې تورن کسان صفا راوتلي دي. د تری تم کړل شوو کسانو په کېس کې څوک ککړ نه دي.))

په پاکستان کې په زوره د خلکو لادرکه کولو او بيا وروسته د هغوی د وژلو تور د دې هېواد پر امنيتي او استخباراتي ادارو پورې کېږي خو هغوی هم دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG