د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدني فعالان چا اوچت کړي، ځواب راکړئ


د مدني فعال پروفېسر سلمان حیدر د تری تم کولو پرضد په کراچۍ کې د بشري حقونو مبارزینو لاریون وکړ.
د مدني فعال پروفېسر سلمان حیدر د تری تم کولو پرضد په کراچۍ کې د بشري حقونو مبارزینو لاریون وکړ.

د پاکستان بشري حقونو قامي کمېشن په دا ورستیو کې د پنځو مدني فعالانو د تری تمېدو (بې درکه کېدو) نوټس اخیستی او په دې لړ کې یې له داخله وزارته ځواب غوښتی دی.

په دې نوټس کې کمېشن داخله وزارت ته ویلي چې د بې درکه کسانو په اړه تر دېرشم جنورۍ یا تر دې مخکې یو هر-اړخیز رپورټ وړاندې کړي.

د بشري حقونو قامي کمېشن په وینا چې د پنځو کسانو د تری تم کولو پلټنې یې پېل کړې دي او په راتلونکیو یوڅو ورځو کې یې په اړه یوه غونډه هم رابللې ده.

په دا ورستیو کې پنځه مدني فعالان سلمان حیدر، عاصم سعید، وقاص ګورایه، احمد رضا او ثمر عباس بې درکه کړل شوي دي.

دا ټول په ټولنیزو رسنیو کې فعاله ول چې پکې د فاطمه جناح پوهنتون استاد پروفېسر سلمان حیدر د بلوچستان د لادرکه خلکو لپاره په ټولینزو رسنیو کې خپل اواز پورته کولو لپاره پېژندل کېدو.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان بشري حقونو قامي کمېشن مشر چودري م.شفیق وویل چې د دې پنځو لا درکه کړل شویو کسانو لټون به د جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ د بې درکه کړل شویو کسانو لپاره جوړ کړل شوی کمېشن کوي خو دوی غواړي چې د خپلو ازادو پلټونو له لارې اصل مالومات ترلاسه شي چې څه شوی ول او دا کسان څنګه بې درکه کړل شول.

د ده په وینا چې د بې درکه کړل شویو بشري حقونو فعالانو اېف ای ارهم درج شوی دی او پولیسو پلټنې هم پېل کړې دي.

دی زیاتوی چې د دې کسانو په اړه صودرتحال لا جوت نه دی.

،،داسې ډېرې غلط فهمی دي چې هېڅوک په دې حالت کې نه دي چې دا فیصله وکړي چې د دې ټولې پېښې اصل مجرمان څوک دي. نو زموږ مقصد دا وو چې دوی څه کول نو په هغه کې د اعتراض څه وو او که نه؟ او بله خبره دا ده چې که هغوی غلطي کړي وي نو له هغوی سره د قانون مطابق چلند کول پکار وو. یوې ادارې ته هم دا اختیار نه شته چې د قانون له دایرې بهر کار وکړي. موږ دا کتل غواړو چې چېرته له قانونه کار اخېستل شوی نه دې او که د قانون پرضد څه شوې دي نو هغه به موږ مخې ته راوړو او د څه له وجې چې هم شوې وي هغه به هم موږ مخې ته راوړو،،

د پاکستان بشري حقونو د قامي کمېشن مشر په وینا چې د تری تم کړل شویو کسانو له کورنیو سره یې هم رابطه کړې ده چې د هغوی د مالوماتو په رڼا کې له اړونده ادارو سره دا معامله را-اوچته کړي.

د تری تم کړل شویو کسانو په اړه دا کمېشن به خپل رپورټ د پارلېمان د بشري حقونو کمېټیو ته هم ته وړاندې کوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکې غیر سرکاري ادارې اېچ اې سي پي یو چارواکی کامران عارف وایي چې په پاکستان کې د رایو ازادي ته له ډېرې مودې راهیسې خطره ده.

ده وویل چې په ولسي سطح د ژورنلزم یا سیټیزن جرنلزم مخې ته له راتلو سره به اوس د ټولینزو رسنیو مبارزه کوونکیو ته خطرې سېوا کېږي او په دې لړ کې حکومت ته پکار ده چې دې مبارزه کونکو ته تحفظ ورکړي.

،، ډېره ښه خبره ده چې زموږ قامي کمېشن د دې نوټس واخېستو ځکه چې دا یې په ذمه واریانو کې راځي، پکار خو دا وه چې دا قدم یې مخکې پورته کړی وی. موږ ته هم تشویش دی چې په ملک کې خلک غایبېدل نه دي پکار، نو دا د حکومت ذمه واري ده چې پلټنې وکړي او دا خلک بازیاب کړل شي،،

د بشري حقونو مبارزه ثنا اعجاز وایي چې د لیکوالانو او د مدني فعالونو د تحفظ ذمه واري د ریاست ده.

د نوموړې په وینا چې د مدني فعالونو بې درکه کول نه صرف د پاکستان له آیین سره سره له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

،، که نن موږ د لیکلو په شکل کې د دوو کسانو مخالفت نه شو زغملی نو سبا به هر انسان چې له خولې خبره راباسي نو بل به یې وژني. پکار ده چې حکومت خپلو ادارو ته دا خبره څرګنده کړي چې د بیان ازادي د انسان حق دی او که یوچا د آیین له مخې یو جرم کړی وي نو د هغه لپاره له موږ سره قوانین شته.،،

د پنځو مدني فعالونو د تری تم کولو پرضد د اسلام اباد په ګډون په ټول هېواد کې د جنورۍ پر لسمه نېټه احتجانونه هم شوي ول چې پکې د مدني فعالونو پشمول د ژوند له بیلابېلو څانګو سره اړونده خلکو ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG